د چين فضايي بيړۍ په بري سره تشيال کې سره يو ځاى شوي دي

Image caption تيانگونگ د چين د فضايي اډ‌ې د پروگرام يوه تجربوي برخه ده.

نن ( دوشنبه د جون ١٨) درې چينايي ستور مزلي په لومړي ځل، يوه کپسول ته چې د ځمکې په مدار کې څرخي ور ننوتل، چې دا د يوې فضايي اډې د لرلو په لور د چين لومړى خو کليدي گام بلل کيږي.

دغه ستور مزلي چې دوه نارينه او يوه ښځه ده، د پلټنو فضايي اډې تيانگونگ ـ١ـ سره د شينجوا -٩- د فضايي بيړۍ له رسېدو څه کم درې ساعته وروسته يو ځاى شوي دي.

شينجوا – ٩ – د شنبې په ورځ فضا ته وتوغول شوه.

ستور مزلي چې اوس د تيانگونګ -١ په نوم کوچني کپسول کې پراته دي د خپل ١٣ ورځني ماموريت په اوږدو کې به ځيني تخنيکي ازموينې په لاس، يعنې د کمپيوټر له مرستې پرته تر سره کړي.

تيانگونگ د چين د فضايي اډ‌ې د پروگرام يوه تجربوي برخه ده.

چين پلان لري چي تر ٢٠٢٠ کاله پورې خپله فضايي اډه ولري.

د تيانگونگ کپسول به تر ٢٠١٣ کاله پورې د ځمکې په مدار کې ساتل کيږي او تر هغه وروسته به يې ځاى يو بل کپسول نيسي.

روسانو او امريکايانو دغه چاره د ١٩٦٠ کلونو په اوږدو کې بشپړه کړې ده.

د تيانگونگ او د شينجوا کپسولونه له ځمکې نه د ٣٤٠ کيلومتره لېرې په فضا کې سره يو ځاى شوي دي.

څرنگه چې دواړه به د ځمکې د مدار په گرد چاپېره کې په يوه ساعت کې د څو زرو کيلومټره په سرعت څرخيږي نو کنټرول او اداره يې زيات دقت ته اړتيا لري.

له چين نه رپوټونه وايي چې دغه دوه کپسولونه به د شپږو ورځو لپاره سره يو ځاى وي، بيا به يو له بل نه جلا کيږي او تر هغه وروسته به بيا په لاس سره يو ځاى کيږي.

د دغې پروسې د تر سره کولو په مهال به په وار دوه ستورمزلي تخنيکي ازموينې تر سره کوي او يو به د تيانگونگ په کپسول کې وي چې که څه ستونزه رامنځ ته کيږي، هغه به يې د کنټرول لپاره اقدام کوي.

د يادونې وړ ده چې چين به د متحده ايالاتونو او روسيې نه وروسته دريم هېواد وي چې خپله فضايي اډه به لري.

ورته مطالب