امریکایی پیلوټ ۲۸ کاله وروسته سویډن کې پیدا شو

د انځور حقوق Getty
Image caption د ډېوېډ د کورنۍ ځینې غړي اوس سویډن ته د هغه کتلو ته ورځي.

یو امریکایی پیلوټ، چې په جرمني کې د خدمت پرمهال له امریکايي پوځ څخه تښتېدلی و، ۲۸ کاله وروسته راڅرګند شوی دی.

د سویډن یوې ورځپانې ویلي، دغه پیلوټ امریکا کې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او ډاډ یې ورکړی چې ژوندی دی.

ډېوېډ هملز په یوویشت کلنۍ له پوځه تښتېدلی، چې هغه مهال جرمني کې د امریکايي هوايي ځواک پیلوټ و.

نوموړی له هماغه مهاله له یوې دیني او جګړې ضد ډلې سره یوځای شوی.

دغه پیلوټ د هغه وخت پر امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن سختې نیوکې کولې.

هیملر ډنمارک ته د "اتوسکوپ" په مټ سفر کړی، او له هغه ځایه سویډن ته تللی او هلته یې په بدل نامه ۲۸ کاله کار کړی دی.

ورځپانې ویلي، هیملر هوډ نه درلود چې د اوږدمهال لپاره خپل شخصیت پټ وساتي، خو تمه یې لرله چې د څو اوونیو لپاره ځان ګوښه کړي.

اوس ددغه پیلوټ عمر نهه څلوېښتو کلونو ته رسېږي، له تایلانډۍ ښځې یې درې اولاده دي.

نوموړي د سویډن په یوه حکومتي مؤسسه کې کار کاوه.

د ورځپاڼې په وینا، هیملر له تري تم کېدا وروسته د اوو مطلوبو کسانو په لېست کې مهم کس و، او دا اسانه وه چې د انټرپول او یورو پول پولیسو په مټ ژر وموندل شي، خو هغه لا له وړاندې خپل نوم بدل کړی و.

هیملر ورځپانې ته ویلي، مور او پلار یې سخت یادېږي.

نوموړي وروسته تر هغه د خپل ځان راڅرګندولو هوډ وکړ، چې درېیمه لور یې دوه کلنه شوه.

په نیو جرسي کې د هیملر ورور توماس ویلي "کله مې یې چې پر تېلې فون غږ واورېد، پوی شوم چې همدا ډېوېډ دی."

نوموړی وايي، چې د ټینګار لپاره یې له هغه څو پوښتنې وکړې، خو سم ځوابونه یې ورکړل.

د ډېوېډ د کورنۍ ځینې غړي اوس سویډن ته د هغه کتلو ته ورځي.

ورځپاڼه وايي، هیملر په سویس کې زیوریخ کې زوکړه شوی راجستر دی، او وايي، چې هېواد نه لري.