پېښور کې وتلې پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد وژل شوې

غزاله جاوېد د انځور حقوق
Image caption غزاله د تېرې یوې لسیزې د سندرو په نړۍ کې ډېر مینه وال وموندل.

وتلې پښتو سندرغاړې غزاله جاوېد له خپل پلار سره يو ځاى په پېښورکې د ناپېژاندو ټوپکمارو په ډزو وژل شوې ده.

غزالې نژدې يوه لسيزه سندرې وويلې او ډېر مينه وال يې وموندل.

پولیسو ویلي، پېښه د تېرې دوشنبې پر ماښام د پېښور ډبګرۍ ګارډن سیمه کې شوې ده.

د شاه قبول تهاڼې یوه چارواکي نعیم خټک بي بي سي ته وویل، د غزالې خور فرحت بي بي د غزالې مخکني مېړه جهانګیر د نوموړې کور ته له دوو ملګرو سره ننوتی او پر دوی یې ډزې کړې دي.

فرحت وايي، چې په دغو ډزو کې د هغې خور غزاله جاوېد او پلار ووژل شول.

پولیس وايي، چې د جهانګیر قضیه ثبت شوې ده، او د نیولو هڅې یې پیل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا کلتوري ډلو، شاعرانو او سندرغاړو د غزالې جاوېد او د هغې د پلار وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

دوی له حکومته د قاتلینو د نیولو او محاکمه کلو غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا کلتوري مرکز د غزاله جاوېد وژنه د پښتو موسیقۍ لپاره یو لوی ګوزار بللی دی.

د پښتو وتلې سندرغاړې غزاله جاوېد د سوات درې اوسېدونکې وه.

په ۲۰۰۶ کال سوات کې د اورپکۍ ضد عملیاتو پرمهال د غزاله جاوېد کورنۍ له سیمې وتلو او پېښور ته تلو ته اړ شوه.

له همدې مودې وروسته غزالې جاودې سندرې ویل پیل کړل، چې په ډېر لږ وخت کې یې ستر شهرت وموند.

د ویلو ده چې غزاله جاوېد له جهانګیر سره واده کړی و، چې د خپلمنځيو شخړو له کبله یې ډېر وخت تېر نه شوای کړای او ژر سره جلا شول.

غزاله جاودې په دې وروستیو کې افغانستان کې ډېر وخت تېراوه او هلته یې بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون کاوه.

خو څو ورځې مخکې پېښور ته ستنه شوې وه.

ورته مطالب