اوباما وايي د سوریې لانجه سیاسي حل غواړي

اوباما او پوتین د انځور حقوق AP
Image caption اوباما وویل: "موږ دواړو دا هوکړه وکړه چې سوریه کې باید تاوتریخوالی پایته ورسېږي."

ولسمشر اوباما وویل ده له روس مشر ولادیمیر پوتین سره دا اړتیا ومنله چې "سوري وګړي باید خپل برخلیک پخپله وټاکي. "

ښاغلي پوتين هم چې په مکسيکو کې د شلو اقتصادي ځواکونو د سرمشريزې تر پيل وړاندې د هغه ترڅنگ ناست و، وويل چې د سوريې په اړه يې ډېر گډ ټکي موندلي دي.

ولسمشر اوباما وويل چې په سوريه کې د کورنۍ جگړې او بوږنوونکو وژنو مخنيوى سياسي حل ته اړتيا لري.

دواړو ولسمشرانو د مکسیکو په لاس کابوس کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په درشل کې د خبرو پرمهال وویل، چې د سوریې تاوتریخوالی باید ژر تر ژره ودرول شي.

اوباما وویل: "موږ دواړو دا هوکړه وکړه چې سوریه کې باید تاوتریخوالی پایته ورسېږي."

امریکايي ولسمشر دا هم وویل چې "د سوریې د روان کړکېچ لپاره باید سیاسي لاره چاره ولټول شي.

دواړو مشرانو ویلي چې له کوفي عنان سره به ډېر ژر سوریه کې د حل پر لارو چارو وغږېږي.

ددواړو ولسمشرانو څرګندونې یوه میاشت وروسته تر هغه راغلې، چې د سوریې په اړه یې د نظر اختلاف درلود، واشنګټن د سوري پاڅون کوونکو ملاتړ کړی، خو مسکو بیا لاهم د سوري واکمن نظام ټینګ ملاتړی دی.

مسکو، د چین ترڅنګ د دمشق یو قوي ملاتړی دی، چې د سوري نظام ضد بندیزونو په اړه د امنیت شورا د پرېکړې ''وېټو'' لپاره د چین همنظره وه.

روسیه او چین دواړه د سوري نظام پرضد د زور کارونې او په زور د سوري نظام د ړنګېدو مخالفین دي.

"د اړیکو ډله"

پوتین سوریه کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د "اړیکو پر یوې نړیوالې ډلې" جوړېدو ټینګار کوي، او وايي چې په دې ډله کې باید ایران هم ورګډ شي.

ایران په سیمه کې د سوري نظام کلک ملاتړی دی، خو امریکا بیا د سوریې په مساله کې د ایران ورښکېلول نه مني.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه کې د ۲۹۸ نړیوالو څارونکو او ۱۱۲ مدني کارکوونکو ډله دوه میاشتې وړاندې سوریې ته واستول شوه، چې د کوفي عنان د اوربند د پرېکړې عملي کولو ته لار هواره کړي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې سوریه کې د نړیوالو څارونکو فعالیت وځنډول شو او هلته یې د سختې کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ.

سوریه کې د ۲۹۸ نړیوالو څارونکو او ۱۱۲ مدني کارکوونکو ډله دوه میاشتې وړاندې سوریې ته واستول شوه، چې د کوفي عنان د اوربند د پرېکړې عملي کولو ته لار هواره کړي.

د ټلوالې وسله وال کېدل

د امریکا جمهوریت غوښتونکي سناتور جان مکین د اوباما اداره د سوري نظام ضد پاڅون کوونکو د وسله وال کولو ته هڅولې ده.

مکین ویلي: "په سیمه کې ځینې هېوادونه د سوري نظام ضد پاڅون ته وسلې ورکوي، خو دا د روان کړکېچ د پایته رسولو لپاره کافي نه ده."

ورته مطالب