حسني مبارک بې هوښه دی، خو لامړ نه دی

مبارک د انځور حقوق Reuters
Image caption روغتون ته د ۸۴ حسني مبارک د کتلو لپاره د هغه ښځه سوزن مبارک ثابت او د کورنۍ ځینې غړي ورغلي دي.

له مصر نه رپوټونه وايي، پخوانى ولسمشر حسني مبارک داسې ناروغ دى چې کېداى شي مرگ ته نژدې وي.

حکومتي خبري ايجنسۍ ويلي، ۸۴ کلن مبارک، چې د روانې مياشتې په سرکې د عمر بند سزا ورکړل شوه، د زړه له حملې وروسته له کلينيکي پلوه مړ دى.

خو وروسته، د پوځي او روغتيايي چارواکو له خولې وويل شول، چې ښاغلى مبارک کوما کې دى او ډاکتران هڅه کوي چې ژوند يې خوندي کړي.

قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي، ډېرى مصريان په دې اړه شکمن دي چې گواکې د ښاغلي مبارک روغتيايي حالت په خرابېدو دى.

خو داسې ښکاري چې د هغه په اړه د وروستيو رپوټونو سرچينې ډېرې پخې وي.

روغتون ته د حسني مبارک د کتلو لپاره د هغه ښځه سوزن مبارک ثابت او د کورنۍ ځینې غړي ورغلي دي.

د مصر شرق الاوسط خبري اژانس ویلي وو چې ګني مبارک مړ شوی، خو بیا وروسته یې وویل چې د قاهرې په جنوب کې د وسله والو ځواکونو روغتون ته رسول شوی.

خو د مصر په زندان کې سرچینو د بي بي سي خبریال ته منلې ده، چې مبارک "لاهم ژوندی دی."

Image caption ځینو سرچینو ویلي چې مبارک بې هوښه دی، او په مصنوعي تنفس پايي.

طبي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې مبارک د روغتون په دویم پوړ کې بستر دی او "نوموړی د روغتون په یوه عادي خونه کې دی، چې ډېر پرمختللي طبي وسایل نه لري، یوازې د اکسیجن یوه ډبه ورسره ده. مبارک د طبي ازموینې پرمهال له ډاکټرانو سره خبرې هم کړې دي."

رویټرز خبري اژانس د مصري امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې مبارک " بې هوښه شوی او مصنوعي تنفس ورکول کېږي، خو تر اوسه یې دمه نه ده ختلې."

عمري بند

د مبارک روغتیايي وضعیت هله په لا خرابېدو شو، چې د روان جون پر دویمه د محکمې له خوا په عمري بند محکوم او د قاهرې جنوب "طرة" زندان ته ولېږدول شو.

پر نوموړي تور دی چې د تېر کال د فبرورۍ پر ۱۱مه یې پر ولسي پاڅون د ډزو او وژنو امر ورکړی و.

یوي پوځي سرچینې رویټرز ته ویلي: "مبارک بې هوښه دی، او اوس په مصنوعي تنفس پايي."

یوې بلې امنیتي سرچینې هم داسې څرګندونې کړي، خو د شرق الاوسط رسنۍ هغه خبر یې رد کړی، چې وايي، ډاکټرانو ویلي چې "مبارک په کلینیکي توګه مړ شوی دی."

دویمې سرچینې دا هم ویلي چې "دا به له وخته وړاندې وي، چې ګني هغه په کلینکي توګه مړ شوی دی."

د انځور حقوق none
Image caption د تحریر میدان لاریونان د واکمنې پوځي شورا د واکونو کمول غواړي.

بل خوا، په لسگونو زره مصريان قاهره کې د تحرير په ډگر کې راټول شوي چې د واکمنې پوځي شورا له لوري ځانته د پراخو واکونو د خپلولو په وړاندې احتجاج وکړي.

''اخوان المسلمين'' او نورو سياسي ډلو داسې مهال دغه احتجاجونه رابللي دي، چې مصر د ولسمشريزو ټاکنو پايلو اعلانولو ته انتظار کوي.

په پام کې ده چې د جون پر ۲۱مه، (پنجشنبه) د ولسمشریزو ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي.

ټاکنو کې ولاړو دواړو د اخوان المسليمن د گوند نوماند محمد مرسي او د هغه سيال او د حسني مبارک د واکمنۍ د مهال وروستي لومړي وزير احمد شفيق د بري ادعا کړې ده.

ورته مطالب