"له اسامه وروسته پاکستان کې ديپلوماتان ځورول کېږي"

کلينتن حنا د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي په پاکستان کې يې ديپلومتان ځورول شوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د امريکايي مامورينو په کارونو کې د پاکستاني چارواکو لاسوهنه په ٢٠١١ م کال کې په بې سارې کچه زياته شوه او په دې وروستيو څو مياشتو کې د دواړو هېوادونو اړيکي لا پسې ترينگلي شوي دي.

امريکايي چارواکي وايي وړاندې هم پاکستانيانو په خپله خاوره کې د امريکايي مامورينو په کارونو کې لاسوهنه کړې خو اوس دا مداخلې ډېرې زياتې شوي او بايد امريکا په دې تړاو د پاکستان د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

د رپوټ په وينا پاکستان په لوى لاس او په منظم ډول امريکايي چارواکي ځوروي.

امريکايي چارواکي د د غو ځورونو بېلگې د ويزې د ورکړې ځنډ، ودانيزو پروژو او مرستنديو پروگرامونو لپاره د توکو د لېږد مخنيوى او د دوى د مامورينو څار په گوته کوي.

رپوټ زياتوي چې نور ديپلوماتان هم په پاکستان کې له ورته چلند سره مخامخ شوي خو امريکايي هغه په ځانگړې توگه په نښه کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په رپوټ کې همداراز راغلي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن پر کور د ځانگړو امريکايي ځواکونو يرغل پاکستاني حکومت ته خورا ډېره شرمناکه پېښه وه ځکه له دې سره د پاکستان نه وړتيا او د پوځي لاسوهنې د مالومولو او مخنيوي په برخه کې يې بې کفايتي په ډاگه شوه.

دغه رپوټ په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د امريکا ديپلوماتيکو ماموريتونو ته د امريکايي چارواکو د سفرونو په مټ چمتو شوى دى.

ورته مطالب