پنځمه برخه فرانسویان د ښځې او میړه اړیکي څاري

د انځور حقوق
Image caption هغو کسانو چې د میړه او ښځې اړیکي څارلي، وايي دا کار یې د ''شک لیرې کولو او ګواښ له منځه وړلو لپاره'' کړی دی.

فرانسه کې د نړیوال انټرنېټي شرکت "یاهو" یوې نظرپوښتنې ښودلې، چې پنځمې برخې فرانسویانو منلې چې د خپلو ښځو تیلې فوني اړیکي څاري.

دوی دا هم ویلي چې ان د خپلو ښځو برېښنالیکونه هم څاري.

په نظرپوښتنه کې راغلي، تر ډېره دغه اړیکي او استول کېدونکي یا ترلاسه کېدونکي برېښنالیکونه د هغو کسانو ترمنځ شریکېږي، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.

د نظرپوښتنې له مخې، ۲۱ سلنې پوښتل شوو ویلي چې د خپل ژوند د شریک د تیلې فون او یا برېښنالیکونو څارل ورته هسې بې مانا خبره ښکاري.

خو په دې ډله کې هم د نارینه وو او ښځو ترمنځ توپیر دی.

ګڼو پوښتل شوو ښځو ویلي، د خپلو میړونو پر اړیکو شک لري، په داسې حال کې چې ۱۶ سلنې نارینه وو ویلي چې پر ټولنیزو وېبپاڼو د خپلو ښځو فعالیتونه څاري، ۲۵ سلنه ښځو ویلي، چې د خپلو میړونو ایمیلونو کتلو ته لېواله دي.

بل خوا، د نظرپوښتنې پایلو ښودلې، هغه ځوانان چې پر خپلو ښځو ډېر باور نه لري، او ددوی پر بهرنیو اړیکو شک لري، تر ډېره یې تیلې فوني اړیکي او برېښنالیکونه ګوري.

خو هغو پوښتل شوو کسانو چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو اوښتي، ویلي چې د ژوند د شریک (ښځې یا میړه) اړیکي څارل د شریک ژوند تر ټولو ناوړه عیب دی.

خو په پوښتل شوو کې ایله څلور سلنې ویلي، چې دا کار یې پخپل ژوند کې ایله یو ځل کړی دی.

خو هغې سلنې چې دا کار یې ډېر ځلې کړی ویلي دا کار یې د "شک لیرې کولو او ګواښ له منځه وړلو" په خاطر کړی دی.

ورته مطالب