د اسراييلو او فلسطينيانو اوربند په خطر کې دى

د انځور حقوق Reuters
Image caption فلسطیني ډاکتران وايي لږ تر لږه یو کس ووژل شو.

دا وروستی تاوتریخوالی له هغه اوربند یوازې دوه ورځې وروسته پېښ شوی چې د چارشنبې په ورځ (د جون ۱۳) د دواړو غاړو تر منځ اعلان شو.

داسې برېښي چې دا اوربند هېڅ کله ټينگ شوى نه و.

پر غزې واکمنه فلسطینۍ ډله حماس په خپله داسې ښکاري چې په تېرو درېو ورځو کې یې د توغندیو له توغولو ډډه کړې وي، خو وړو اورپکو ډلو د توغندیو گوزارونو ته دوام ورکړی دی.

اسراییل وايي چې د جمعې په ورځ ناوخته یې هغه اورپکي په نښه کړل چې د غزې له شمال نه یې بریدونه کول.

فلسطیني ډاکتران وايي لږ تر لږه یو کس ووژل شو.

په یوه رپوټ کې د وژل شوي کس نوم جمال ابو قدوس ښوول شوی چې د حماس د پوځي څانګې غړی دی.

شاوخوا ۱۰ کسه نور د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت وايي د غزې پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې یو شپږ کلن هلک وژل شوی دی، خو د اسراییلو پوځ وايي په دغه سیمه کې یې هېڅ عملیات نه دي کړي.

دوی وايي هلک کېدی شي په خپله د فلسطینیانو د توغندي د چاودنې له امله وژل شوی وي.

اسراييلیانو ویلي هغه اورپکي یې په نښه کړي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې څه باندې ١٠٠ توغندي د اسراییلو د استوګنې پر سیمو ورتوغولي دي.

ايران ادماتي د اسراییلو په جنوب کې د سېدروت په صنعتي سیمه کې د یوې فابرېکې مشر دیاو وايي فابریکې ته يې ډير زیان اوښتی.

په غزه او شاوخوا سیمه کې هر څو میاشتې وروسته د تاوتریخوالي لمبې پورته کېږي.

په رام الله کې د بي بي سي خبریال جان ډانیسون وايي که څه هم نه حماس او نه اسراییل وايي چې د حالاتو خرابي غواړي، خو دا وېره تل شته چې کېدی شي جګړه له کنتروله ووځي.

پر غزې باندې د اسراییلو له لوی بریده چې شاوخوا ۱۴۰۰ فلسطیینیان په کې ووژل شول، درې کاله تېر شول.

په هغه برید کې ۱۳ اسراییلیان هم وژل شوي وو.

ورته مطالب