د مصر د نوي ولسمشر په اړه پراخ نړيوال غبرګونونه

محمد مرسي د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر په توګه د محمد مرسي له ټاکل کېدا وروسته د هغه زرګونه پلویانو تحریر ډګر کې خوشالۍ وکړې.

د مصر د ولسمشر په توگه د اخوان المسلمین د نوماند محمد مرسي د اعلانېدو په اړه پراخ نړيوال غبرگونونه راغبرگ شوي دي.

امریکا

که څه هم چې تېرو دوو مياشتو کې د مصر د اخوان المسلمين په اړه د امريکا متحده ايالتونو غبرگون ډېر ورو و ، خو اوس سپيڼې ماڼۍ ويلي تمه لري چې له محمد مرسي او له حکومت سره يې گډ کار وکړي او د امريکا او مصر گډو گټو ته پرمختگ ورکړي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني دارنگه د مصر له واکمنې پوځي شورا وغوښتل چې يوه ملکي او ديموکراتيک حکومت ته د واک لېږدول بشپړ کړي.

اعلاميه دارنگه د مصر له نوي حکومته غوښتنه کوي چې د خپلو ټولو خلکو او په دې ډله کې د ښځو ا و لږکيو حقونو ته درناوى وکړي.

سپېنې ماڼۍ دا هم ويلي چې مصر بايد د سيمه ييزې سولې يوه اړينه برخه وي او له اسراييلو سره د سولې خپل تړون مراعات کړي.

په همدې حال کې ديموکرات سناتور جان کيري چې وروستيو کې يې دوه ځلي له ښاغلي مرسي سره کتلي دي، ويلي د مصر د اخوان المسلمين د تېرو اعلاميو او دريځونو او بهرنۍ پالیسۍ په اړه انديښې شته، خو دا يې مهمه گڼلې چې امريکا دې له مصر سره له خپلو اړيکو په شاه نه شي.

ملګري ملتونه

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ډاکتر مرسي ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې چې نوموړى به د سترې ديموکراسۍ د ارزښتونو د پلي کولو، د خلکو د بشري حقونو د ښه کېدو او د يو ه باثباته او غوړېدلي مصر د پرمختگ لپاره هلې ځلې وکړي.

برتانیا

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيگ وايي:'' د مصرخلکو نوى ولسمشر انتخاب کړ. زه نوي ولسمشر او د مصر خلکو ته د ټاکنو د سوله ييز بهير له کبله مبارکي وايم.''

ښاغلي هيگ د مصر له نوي ولسمشر غوښتي چې د ديموکراتيکو او اقتصادي بدلونونو د رامنځ ته کېدو او د ټولو مصريانو، ښځو او نارينه وو د حقونو د پرځاى کېدو په موخه غوره مشرتوب وښيي.

حماس

غزه کې د فلسطين د حماس گوند چې د مصر له اخوان المسلمین گوند سره نژدې اړېکې پالي، د مصر د نوي ولسمشر په توگه د ډاکتر مرسي د ټاکل کېدو لمانځنه کړې ده.

د غزې لومړي وزير اسماعيل هنيه مصر يانو او نوي ولسمشر دواړو ته مبارکي ويلې ده:

"د فلسطين د خلکو او حکومت په استازيتوب، د مصر خلکو ته ددغې ديموکراتيکې پېښې او تحرير ډگر کې د شتمنې تجربې او د رايو له کبله مبارکي وايو. همدارنگه ډاکتر مرسي ته هم په ولسمشريزو ټاکنو کې د بري له کبله مبارکي ورکوم."

د فلسطين مشرمرکچې صائب عریقات ويلي پوره ډاډه دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ملگرتيا دوام کوي.

اسراییل

د اسراييلو د لومړي وزير دفتر د يوې اعلامېې په خپرولو سره په دې اړه غبرگون ښودلى.

اعلاميه کې ويل شوي: "اسراييل، مصر کې د ډيموکراتيکو بهيرونو ستاينه کوي او نتيجو ته يې درناوى کوي. اسراييل دارنگه د دواړو هيوداونو ترمنځ د سولې تړون چې ددواړو هېوادونو او سيمه کې د ثبات په گټه دى، پر بنسټ له مصري رژيم سره د همکارۍ ددوام تمه لري."

ورته مطالب