امريکايي کتاب د پاکستان د ماتېدا وېره ښوولې

اوباما د انځور حقوق d
Image caption کتاب ادعا کوي چې بارک اوباما د پاکستان د ماتېدا په وېره اخته شوى و

دغه کتاب تيره مياشت خپور شو او ځينې برخې يې د امريکا په مطبوعاتو کې خپرې شوې.

کتاب وروسته له هغه نور هم شهرت پيدا کړ چې امريکايي چارواکو له پاکستاني ديپلوماتانو، چارواکو ، د پارلمان له استازو او ان خبريالانو څخه غوښتنه وکړه چې دغه کتاب ولولي.

دې کار جگپوړي پاکستاني چارواکي اړ کړل چې د کتاب متن ته له سره کتنه وکړي.

په کتاب کې ، د ولسشمر اوباما د ملي امنيت تر ټولو لويه انديښنه پاکستان په گوته شوى ، په دې کتاب کې راغلي دي چې ښاغلي اوباما خپلو جگپوړو سلاکارانو ته ويلي وه چې د دې اټومي هيواد د ممکنه ماتيدو مخه نه شي نيولاى او که پاکستان مات شي وروسته به د هغه هيواد د اټومي وسلو پايلې څه راوخيژي.

"د مخامخېدواو بيا پټېدو" په نامه په دغه کتاب کې د اوباما د پټې جگړې او د امريکا د حيرانونکي واک د استعمال په اړه ادعا شوې ده چې په هر درو مياشتو کې امريکا او د هغو پاکستاني چارواکو ترمنځ چې د اتومي وسلو واک په لاس کې لري ، د خبرو هڅې کيدې.

خو د موضوع د حساسيت او وروسته يې په اړه د حتمي پوښتونو د مخنيوي په موخه د غونډو له اعلانه ډډه شوې وه.

دا غونډې د لندن او ابوظهبي په گډون په داسې ښارونو کې شوې وې چې له خلکو نه پټي وساتل شي.

ليکوال د اوباما د ادارې د يوۀ چارواکي له خولې کاږي چې پاکستان د خپلو اټومي وسلو خونديتوب، د نړۍ تر بل هر هيواد ډير جدي گڼي.

امريکايي چارواکي اوس هم ويره لري چې که په پاکستان کې دننه گډوډي راشي نو کيداى شي حالات په چټکۍ سره له کابو ووځي چې په ښه روزل شويو ځواکونو او وسلو به يې مخه ونه نيول شي .

په کتاب کې راغلي دي چې واک ته د رسيدو په لومړي دوبي کې ولسشمر اوباما د پاکستان د بې درکه شويو اټومي وسلو له ويرونکئ پيښې سره مخامخ شو. نوموړي د راټوکېدونکي استخباراتي انځور په اړه لنډ معلومات تر لاسه کړه ، چې وايي د طالبانو غورځنگ کيداى شي دغه وسلې تر لاسه کړې وي چې د کوچني اتم بم په بڼه او يا به راديو اکتيو توکي وي چې لږه مرگ ژوبله رامنځ ته کوي خو په رواني توگه يې اغيز خورازيات دى.

تر دې خبر وروسته اوباما خپل جگپوړي چارواکي راوبلل او لارښونه يې ورته وکړه چې په دې اړه له پاکستان سره تماس ونيسي خو سلا کارانو په سر کې دا راپور رد کړ خو د ممکنه خطر د مخنيوي لپاره يې د اتومي وسلو خپل پلټونکې ډله سيمې ته واستوله چې د ضرورت پر وخت پلټنه وکړي.