ترکیه پر سوري پوله پوځي چمتووالی نیسي

اردوغان د انځور حقوق
Image caption د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي، انقره به د خپل ولس پروړاندې د هر راز تیري لپاره ځواب ورکړي.

ترکیې ویلي چې له سوریې سره پر ګډه پوله یې پوځي حضور او د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ځای پرځای کړي دي.

انقرې ویلي چې دا کار یې د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه کړی.

ترکیې خپل پوځ ته ویلي چې له سوریې سره پر پوله دې تیارسۍ واوسي.

د ترکیې چارواکو ویلي، پر پوله یې پوځي حضور ځکه پیاوړی کړی، که چېرې سوریه یې پر هوايي یا ځمکني حریم برید وکړ، چې ځواب یې وویلی شي.

د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکي هغه مهال ډېر ترینګلي شول، چې سوریې د ترکیې یوه جنګي الوتکه وغورځوله.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ویلي، انقره به د خپل ولس پروړاندې د هر راز تیري لپاره ځواب ورکړي.

نوموړي خپلو پلویانو ته په ارزروم ښار کې د وینا پرمهال وویل، که پر ترکي سرحد برید وشي، د ترکیې ځواب او غبرګون به قوي وي.

وقایوي ګام

د تېرې جمعې په ورځ ترکي چارواکو پر پوله د منځني واټن ویشتونکو توغندیو پوستې جوړې کړې.

د ترکیې د امنیت شورا د تېرې پنجشنبې ورځې په ناسته کې خبرداری ورکړی، چې انقره به د غورځول شوې الوتکې په غبرګون کې له نړیوال قانون سره سم غبرګون وښيي.

دغې شورا، چې جګپوړي پوځي او ملکي چارواکو دا پېښه یو "قصدي عمل" بللی او زیاتوي چې په دې اړه به تفصیلي پلټنې وکړي.

ورته مطالب