عراق کې د ناوې پېغلتوب د درد، شرم او مرگ - ژوند خبره

Image caption د بغداد په طبي عدلي انستيتيوت کې، هره ورځ گڼې داسې ازموينې ترسره کيږي چې په کې د ښځې پېغلتوب څرگندوي.

په عراق کې د هغو ازمېښتونو شمېره مخ په ډېرېدا ده چې د محکمې په غوښتنه په يوه روغتون کې کيږي او ډاکټران بايد دا څرگنده کړي چې ښځه پېغله ده که يې پېغلتوب له لاسه ورکړى دى.

تر واده پورې که کومه ښځه پېغله نه وه پاتې شوې نو د خپلو خپلوانو له خوا د مرگ له گواښ سره مخامخ ده او کورنۍ يې نامه تورې ده.

د بغداد په طبي عدلي انستيتيوت کې، هره ورځ گڼې داسې ازموينې ترسره کيږي چې په کې د ښځې پېغلتوب څرگندوي.

د دغه انستېتيوت ډاکټر منجيد الرضا علي وايي:

" ډيرې قضيې د واده له لومړنۍ شپې وروسته تر موږ راځي. خاوند دعوه کوي چې مېرمن يې پېغله نه وه. بيا د ناوې کورنۍ هغه د محاکمو له لارې تر دې ځايه را رسوي او موږ يې گورو. دا پېښې لږ نه دي خورا ډېرې يې وينو."

په ازمېښت کې د ښځې له ازموينې سره جوخت ډير کله پر زوم هم شک کيږي.

ډاکټر رضا علي وايي دا هم ښايي وکتل شي چې زوم له جنسي پلوه فعاله دى که نه دى.

په ځينو قضيو کې که سړى له جنسي پلوه فعاله نه وي نو دعوه کوي چې ناوې يې پېغله نه وه چې په دې ډول شرم له ځانه واړوي.

په انستېتيوت کې د ازموينو نتيجه په دعوو کې ښکېلو غاړو ته نه بلکې مخامخ محکمې ته سپارل کيږي.

د عدلي طب ډاکټر سميع داود چې په دغو ازموينو کې لاس لري وايي:

" خلک فکر کوي چې د واده په لومړۍ شپه بايد د ناوې وينه وگوري که يې ونه ليدل نو فکر کوي چې ناوې پېغله نه ده. خو دا د دې ښکارندويي کوي چې د جنسي مسايلو په برخه کې د خلکو پوهه ډېره کمه ده."

ډاکټر داود وايي ډېرو ازموينو ثابته کړې ده چې ښځې پېغلې وي نو دا ثبوت مهم نه دى لويه خبره دا ده چې د دغو ښځو نوم په ټولنه کې بديږي.

خو ډاکټر داود په دې خوښ دى چې پخوا به په داسې مسايلو کې بې له کوم ثبوته ناوې وژل کېده او اوس محاکمو ته خبره ځي او دا ازمېښت کيږي چې د ډېرو ژوند يې ژغورلى دى.

ډاکټر داود وايي دا ازمښت درې ډاکټران کوي چې لږ تر لږه يوه يې ښځه وي.

پايلې بيا دوه نور ډاکټران هم تصديقوي او دا ازمېښت يوازې او يوازې د محکمې په سپارښتنه کيږي.

ډاکټر کردي چې د همدې انستېتيوت بل غړى دى وايي:

"که د ښځې په برخه کې دا خبره ثابته شوه چې پېغله نه وه او بيا يې هم واده کړى و نو د عراق قانون د هغې د ساتنې په برخه کې څه نه لري."

د ناوې کورنۍ بايد په داسې حالت کې د زوم غاړې ته تاوان ورکړي.

مريان ملامن د بشري حقونو د ادارې "امنستي انترنشنل" د عراق پاليسي جوړونکې سلاکاره ده، دا د پېغلتوب ازمېښت هم غلط بولي او هم يې بې اغيزې بولي.

" دا ازمېښت حتى که مشروعيت هم ولري، چې نه يې لري، بيا هم په دې غلط دي چې د يوې مېرمنې پرده يوازې په جنسي اړيکو نه پرې کيږي بلکې گڼ نور دلايل هم په کې شته."

ليزل گرنتلوتيز د ښځو د حقونو په برخه کې د بشري حقونو د څار د ټولنې مشره ده، دا وايي:

" د عراق حکومت بايد سم لاسي داسې قانون جوړ کړي چې ښځې او نجونې له دې فزيکي ازمېښت څخه خلاصې شي، دا ازمېښت شرموونکى، دردونکى او ډارونکى دى.

ورته مطالب