کوسوو بشپړه خپلواکي اخلي

د انځور حقوق
Image caption د ۲۰۰۸ د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوسووا کې له صربيا څخه د خپلواکۍ جشن نمانځل وروسته له هغه پيل شول چې د وزيرانو مشر هاشم تاجي اعلان وکړ چې (د فبرورۍ ١٧) به د کوسووا لپاره يوه لويه او ارزښتناکه ورځ وي.

اتریش ویلي چې کوسوو به پر دوشنبه (جولای دویمه) په بشپړه توګه د یوه خپلواک هېواد په توګه اعلان شي.

په ویانا کې د نړیوالې غونډې په درشل کې ددغه هېواد وضعیت څارل کېږي.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر مایکل سپینډلیګر ویلي کوسوو اوسمهال په کافي ډول د خپلواک کېدو جوګه دی.

نوموړی زیاتوي، چې کوسوو اوس پر خپلو پښو درېدلې هېواد دی او له خپل ځانه پخپله دفاع کولی شي.

کوسوو ته ټاکل شوې نړیوالې ډلې چې د اروپايي هېوادونو، ترکیې او امریکا په ګډون له ۲۳ غړو جوړه شوې ده، دا ګام له سربستان د کوسوو د خپلواکۍ له اعلان څلورنیم کاله وروسته اخیستی دی.

لږکي سربي وېره لري چې هسې نه ډېرکي البانیایان دې د نړیوالو څارونکو له وتلو وروسته دا مهال پر دغه هېواد واک وچلوي.

خو د کوسوو په پولیسو او قضايي ارګانونو کې به لاهم د اروپايي اتحادیې استازي وي.

سپینډلیګر وايي، لاهم په کوسوو کې د نړیوالو ځواکونو شتون اړین دی؛ ځکه چې په وینا یې شمالي کوسوو کې وضعیت لاهم ارامېدو ته اړتیا لري.

په پلازمېنه پرېشتينا کې حکومت پر شمالي نارامه سیمه، چې ډېری وګړي یې سربان دي، ډېر لږ واک لري.

خو په ټولیز ډول، سربان د کوسوو د شاوخوا ۲.۱ میلیون وګړو ۱۰ سلنه جوړوي.

د ۲۰۰۸ د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوسووا کې له صربيا څخه د خپلواکۍ جشن نمانځل وروسته له هغه پيل شول چې د وزيرانو مشر هاشم تاجي اعلان وکړ چې (د فبرورۍ ١٧) به د کوسووا لپاره يوه لويه او ارزښتناکه ورځ وي.

ورته مطالب