سعودي ناراضه د القاعدې له لېسته ایستل کېږي

امنیت شورا د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیت شورا له تور لېسته د الفقیه د نامه پر ایستلو غونډه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې سعودی ناراضه سعد الفقیه او د هغه ډله "د اصلاح اسلامي حرکت" له ځانګړو بندیزونو وتلې ده، چې پر القاعدې شبکې لګول شوي دي.

ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر پیټر ویتینګ ویلي: "له هر اړخیزې څېړنې وروسته، نن (دوشنبه/ جولای ۲) د ښاغلي سعد محمد الفقیه او د هغه د ډلې شتمني له کنګل کېدا وژغورل شوه او پر القاعدې د بندیزونو له لېسته ووتله."

ښاغلی ویتینګ، چې امنیت شورا کې پر القاعدې د بندیزونو د جرګه ګۍ مشر دی، وايي: "هغه اصلي پوښتنه چې شورا یې باید په اړه غور وکړي، دا ده چې د الفقیه په اړه باید کره مالومات راټول شي چې ګني هغه او د هغه ډله پر القاعدې پورې تړاو لري او که نه؟".

ملګرو ملتونو کې یوه بل دپلومات، چې نوم یې نه دی ښودلی، ویلي "ښايي الفقیه سپین نه وي، خو له دې ډلې سره تړاو ونه لري."

نوور دپلوماتانو هم ویلي چې د الفقیه نوم له دغه لېسته ایستل سر د دوشنبې له شپې د عمل وړ ګرځېدلي دي.

د امریکا وېره

بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ ویلي "د ملګرو ملتونو د بندیزونو جرګه ګۍ پر دې سلا کېدو ونه توانېده، د الفقیه نوم دې په لېست کې پاتې شي، د امریکا له وېرې سره سره، د هغه نوم له دغه لېسته وایستل شو."

نوموړې زیاتوي: "دا پرېکړه هغه حقیقتونه نه شي بدلولی چې امریکا پرې بندیزونه لګولي دي."

د ملګرو ملتونو یوه بل دپلومات ویلي، چې د الفقیه نوم به ډېر ژر د القاعدې شبکې د ځانګړو بندیزونو له لېسته ووځي، خو سعودي عربستان بیا د ملګرو ملتونو ددې ګام قوي مخالفت کوي.

د ویلو ده چې د الفقیه نوم، چې دا مهال د برتانیا لندن کې اوسېږي، د ۲۰۰۴ په دسمبر کې د القاعدې شبکې د ځانګړو بندیزونو په لېست کې شامل شو.

بیا څو ورځې وروسته، د امریکا مالیې وزارت دغه شکمن له القاعدې شبکې سره په تړاو تورن کړ.

"سخته جګړه"

له تور لېسته د الفقیه د نامه وتل، د هغه لپاره یو زېری دی، چې وايي: "دا یوه ډېره سخته جګړه وه."

محمد الفقیه زیاتوي: "په تېرو اتو کالو کې زه د هغې ناسالمې توطيې قرباني شوی یم، چې په خلیج کې د یوې دسیسې لپاره د لویو قوتونو له لوري جوړه شوې وه."

د ویلو ده چې الفقیه مخکې د سعودي طب پوهنتون کې استاد و، چې په دغه هېواد کې یې د "د اصلاح لپاره اسلامي حرکت" مشري هم وردغاړې وه.

الفقیه ټینګار کوي چې سعودي عربستان کې د واکمنې کورنۍ له سترو نیوکه کوونکو دی، دی او ډله یې د سولې پلوي کوي، او له القاعدې شبکې سره په هېڅ ډول تړاو نه لري.

له لېسته د الفقیه د نامه له ایستلو وړاندې، په دغه لېست کې ۲۵۲ کسان ۶۹ بنسټونه او ډلې وې.

په دې لېست کې د شاملو کسانو د شتمنیو د کنګل او بهر ته یې پر سفر بندیز لګول شوی و.

ورته مطالب