پاکستان د ناټو لپاره د اکمالاتو لارې پرانيزي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستان افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو لار تېرکال وتړله.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو له امله بښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ د لارې د پرانستلو موافقه کړې ده.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن نن (سه شنبه) خپلې پاکستانۍ سیالې میرمن حنا رباني کهر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د مومندو ایجنسۍ پر پيښې یې بښنه وغوښته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې میرمن کلنټن ژمنه کړې چې په راتلونکي کې د دا ډول پيښو د مخنیوي په موخه به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

دغه پېښه تېر کال د نومبر په میاشت کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر يوې پوستې په هوايي بريد کې ٢٤ سرتېري ووژل.

له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګره يې امريکايي سرتېري هم وايستل.

پاکستان هماغه وخت له امریکا نه د بښنې غوښتلوغوښتنه کړې وه خو امریکا تراوسه چپ پاتې وه.

دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو تر ټولو لوی خنډ هم وه ځکه چې پاکستان له امريکا تل غوښتل چې د دې پېښې له امله له پاکستانه بې له شرطه بښنه وغواړي خو امريکا تراوسه له دې کاره ډډه کړې وه.

ورته مطالب