فرانسه په مالي کې د ترهگرو د اډو مخه نيسي

د انځور حقوق AFP
Image caption ویجاړو شویو ځایونو کې هغه هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو له خوا د مهمیو ځایونو په لست کې لیکل شوي وو

هغو اسلامپالو جنګیالیو چې د مالي په شمالي ښار ټمبکټو کې یې لرغوني ځایونه او قبرونه ویجاړ کړي بي بي سي ته ویلي دوی به ټولې هغه مقبرې ویجاړې کړي چې د شریعت سره په ټکر کې وي.

د انصار الدین د ډلې دغو جنګیالیو په تمبکټو کې لږ ترلږه نیمايي زیارتونه ویجاړ کړي دي.

په ویجاړو شویو ځایونو کې هغه هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو له خوا د مهمیو ځایونو په لست کې لیکل شوي وو. دغه راز د ۱۵مې پیړۍ د مهال د یوه جومات دروازه هم ویجاړه شوې ده.

د وسله والو یو ویاند بي بي سي ته وویل "د ټمبکټو اوسیدونکو ګومان کاوه چې که دا دروازه پرانستل شي هماغه وخت به د نړۍ پاي وي. موږ دا دروازه پرانستله او دا مو ورته ثابته کړه چې دا ګومان سم نه و. موږ ټوله دروازه ماته کړه او پرځاي مو دیوال جوړ کړ. هرهغه شی چې له شریعت سره برابر نه وي موږ به هغه ویجاړ کړو".

د مالي په ټمبکټو ښار کې د وسله والو له خوا د زیارتونو او مقبرو له ویجاړیدو وروسته فرانسه غواړي د لویدیځي افریقا کې د هغه څه مخه ونيسي چې دوى يې د نړيوالو ترهگرو اډې بولي.

د فرانسې لومړي وزير ژان مارک اېرولت د پارلمان غړو ته په وينا کې وويل د مالې په شمالي ښار تېمبکتو کې د تاريخې ځايونو ويجاړېدنه دا يادگيرنه کوي چې د دې چارې ترسره کوونکي د تنوير او پوهاوي خلاف يوه ډله ده.

نوموړي وويل د فرانسې حکومت هوډ لري چې په اسلامي مغرب کې د القاعدې په څېر د ډلو له لوري د نويو اډو د جورولو مخنيوى وکړي، چې په وینا يې موخه يې نړېواله ترهگري ده.

ښاغلي اېرولت زياته کړه دغو وسلوالو ډلو نه يواځې په ټوله سيمه کې سوله او سوکالي له گواښ سره مخامخ کړی بلګې د فرانسې امنيت هم گواښي.

فرانسوي ديپلوماتان هڅه کوي پر امنيت شورا داسې يو پرېکړه ليک ومني چې د مالي د کړکېچ په هوارولو کې د لويدېځې افريقا د هېوادونو د تگلارو ملاتړ کوي.

ورته مطالب