سوریه: مهم جګپوړی جنرال مخالفینو سره شو

Image caption مناف تلاس د بشارالاسد شخصي ملگرى دی.

د سوريې د حکومت د جمهوري گارد جنرال، مناف تلاس چې تېره پنج شنبه (د جون ۲۸) ترکيې ته وتښتېد د فرانسې په لور روان شوی دی.

په فرانسه کې د څه باندې ۱۰۰هېوادونو د استازو په گډون د سوريې په تړاو نړېوال کنفرانس پرانیستل شو.

په دغه نړیواله غونډه کې به ګډونوال د سوريې د کړکيچ د پای ته رسولو په لارو چارو خبرې وکړي.

جنرال مناف تلاس ترټولو لوړپوړى چارواکى او د بشارالاسد د منځنۍ کړۍ لومړنى غړى دى چې له حکومت بېل او له مخالفو سره يو ځاى کيږي.

مناف تلاس د ٢٠١١ میلادي کال له مې راهيسې په سوريه کې د روان کړکيچ په اړه د حکومت له پوځي تگلارې سره د مخالفت ښوولو له امله په نيمه کورني بند کې و.

ښاغلى مناف لومړنى حکومتي چارواکى وو چې د سوريې ستونزې ته د يوۀ سوله ييز حل موندنې لپاره يې له حکومت مخالفو سره کتلي و.

نوموړى همداراز د پلازمېنې دمشق په کليو او بانډو، حمص او په خپل ټاټوبي رستان کې د روغې جوړې په هڅو کې ښکېل و.

په ٢٠١١ میلادي کال د رستان پر سيمې د عملياتو د تابيا په موخه برېښنا پرې او د گرځنده تيلفونونو خدمتونه ودرول شول، خو د جنرال مناف په لارښونه دا پرېکړه بېرته واخيستل شوه او نوموړي خلکو ته د سوله ييز احتجاج د حق ورکولو ژمنه وکړه چې دا کړنه يې د لاريونيانو له لوري وستايل شوه او د هغه په پلوي شعارونه ورکړل شول.

دا پرمختيا د بشارالاسد ورور ماهر اسد په غصه کړ او جنرال تلاس ته يې په کور د کيناستو حکم وکړ.

مناف تلاس د بشارالاسد شخصي ملگرى او د سوريې د پخواني دفاع وزير مصطفى تلاس زوى دى.

ورته مطالب