د چين په مسلمان مېشته اورومچي کې پوځي تمرينونه

د انځور حقوق
Image caption د چين د رسنیو په وینا، د هغه هېواد دولتي ځواکونه اورومچي کې د ترهګرۍ ضد تمرینونه تر سره کوي.

چينايي واکمنو د شینګ یانګ په مسلمانه سيمه کې د ترخه قومي تاوتريخوالي په دريمه کاليزه گواښ کړى چې هر يو بېلتون پال ته به په "اوسپنيز سوک" ځواب ووايي.

دا ژمنه تر هغه وروسته شوې چې د بشري حقونو ډلې- "امنستي انټرنېشنل" چيني واکمن د هغو زرگونو یغوریانو په نيولو تورن کړل چې تر تاوتريخوالي وروسته يې پر بشري حقونو د تېري خلاف غږ پورته کړى و.

په اورومچي ښار کې په ٢٠٠٩ کال د الو گولو پر مهال نژدې ۲۰۰ تنه وژل شوي وو.

د چين د رسنیو په وینا، د هغه هېواد دولتي ځواکونه اورومچي کې د ترهګرۍ ضد تمرینونه تر سره کوي.

سیمه کې د کمونست ګوند مشر لوړه کړې چې په "اوسپنيز سوک به بېلتون پالي، توندلاري او ترهګر له منځه یوسي".

هغه دا یوه اړتیا وبلله چې د حکومت مخالفان وځپل شي.

چین په دې وروستیو لسیزو کې درې کاله دمخه هغه مهال د سخت توکمیز تاوتریخوالي شاهد و چې د هان اکثریت توکم له یوغور لږکیو سره کېوتل.

شینګ یانګ د یوغور لږکیو ټاټوبی دی چې ډېری يې مسلمانان دي.

یوغوریان بېجينګ تورنوي چې د سیاسي او مذهبي پلوه يې ځپي.

دوی شکایت کوي چې د ټاټوبي پراخې ځمکې يې د هان توکمو له لوري نیول شوي چې په لوی شمېر کې اوس په کې مېشت دي.

د هغې بلوا راهیسې، بېجینګ سیمه کې پراخه پانګونه کړې ده ځکه په دې باور دی چې پرمختګ به سیمه کې تاوتریخوالی کم کړي.

خو د بشري حقونو د ټولنو په وینا بېجینګ سیمه کې له زوره کار اخلي.

د بخښنې نړېوال سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي چې په "لسګونو او ښايي په سلګونو یوغوریان بندیان شوي دي".

دغه سازمان وايي هغه کورنۍ هم له زور زیاتي سره مخامخيږي چې د خپلو ورکو شوو دوستانو لټه کوي.

ورته مطالب