د پاکستان ګجرات کې اورپکو اووه پوځيان وژلي

پاکستاني پوځيان د انځور حقوق AFP
Image caption وژل شوي پوځيان د ژغورندویې ډلې غړي دي.

د پاکستان پنجاب ایالت کې پر پوځيانو ناپېژاندو وسله والو برید کړی، چې لږترلږه اووه پوځيان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

برید ګجرات سیمه کې هغه مهال شوی، چې ژغورندویه سرتېرو د یوه ورک شوي پیلوټ لټون کاوه.

د پاکستان پوځ ویلي، برید د دوشنبې د اسلام اباد په سوېل کې وزیر اباد ښار ته څېرمه شوی دی.

پوځ په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې "د یوه جګپوړي افسر په ګډون په برید کې لږترلږه اووه پولیس وزل شوي او پنځه نور ټپیان دي."

خبرپاڼه وايي، د ژغورنې دغه سرتېري د هغه پیلوټ د څرک لګولو چارې مخته بېولې، چې په تېره مۍ میاشت کې یې چورلکه هلته رالوېدلې وه.

دوی وايي چې پر پوځيانو د یوه پله له سره برید شوی دی.

پوځ وايي ټپیان يې روغتون ته لېږدولي دي.

د ګجرات د یوې تاڼې افسر ویلي چې برید کوونکي پر موټر سایکلونو او ګاډو کې ورغلي دي.

سرچینه وايي، چې برید کوونکي تښتېدلي، خو د موندلو هڅه یې روانه ده.

د پاکستان په شمال لوېديځ کې پر پوځيانو دې ته ورته مخکې هم بریدونه شوي دي.

ددغه برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

پاکستاني پوځ د دې هېواد په جنوب کې له اسلامپالو وسله والو سره په جګړو اخته دی، خو خبریالان وايي په دې سیمه کې د دا شان پېښو رامنځ کېدل غیر عادي بولي.

ورته مطالب