واشنګټن: د پروان پېښه د وسلوالو د بې رحمۍ څرگندويي کوي

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي کارني وايې هېواد به يې د افغانستان د خلکو، په تېره بيا د ښځو لاس ته راوړنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

واشنگټن د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د يوې افغان ميرمنې د ادعا شوې وژنې په وړاندې توند غبرگون ښودلى دى. د سپينې ماڼې وياند جي کارني وويل دغه پېښه د ښځو په وړاندې د توندلارو وسله والو ډلو د سختې بيرحمۍ څرگندويي کوي.

تېره اوونۍ دغه دوه ويشت کلنه ميرمنه د پروان ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د بدلمنۍ په تور د يوه وسله وال له لوري داسې مهال په ډزو ووژل شوه چې سيمه کې راټولو شويو خلکو د الله اکبر نارې وهلې.

ښاغلي کارني وویل هېواد به يې د افغانستان د خلکو، په تېره بيا د ښځو او د هغو د لاس ته راوړنو چې په تېره يوه لسيزه کې يې لرلي دي ملاتړته دوام ورکړي.

د امريکا د بهر نيو چارو وزارت وياند جې کارني دغه څرگندونې د هغې ويډيو کست په غبرگون کې کړي چي د کابل په شمال په عام محضر کې د يوې ميرمنې د وژلو صحنه په کې انځورشوې .

په دې ويډیو کې يوه ميرمن ښکاري چې يو شمير خلک يې نندارې ته راټول شوي او پرې شاوخوا ١٣ ډزې کيږي.

ولسمشر کرزي هم د پروان ولايت دغه وژنه يو کرکجن عمل بللي. کابل کې د نړيوالو ځواکو مشر قومندان جان الن هم زياته خواشيني پرې ښوولې ده.

افغان حکو مت او هم نړيوالو ځواکونو دغه وژنه د طالبانو کار گڼلی.

د انځور حقوق AFP
Image caption مېرمن ثمر وایي د افغانستان د بشري حقونو خپلواکې ادارې سره تر ٤٠ زياتې د ښځو د وژنې پيښې ثبت شوي دي

خو طالبانو په يوه اعلاميه کې چې د ذبيح اله مجاهېد په نوم د يوه تن لخوا رسنيو ته استول شوې په هغې کې د پروان ولايت د شينوارو په سيمې کې د دغې مېرمنې په وژنه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي .

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي چي دوي هلته څو ورځې پلټنه وکړه او وايي د پلټنې په پايله کې ورته معلومه شوه چې دغې ښځې يو پردي سړي سره نا مشروع اړيکه لرله او څه موده له خپله کوره هم بيدرکه شوې وه. کله چې يې کورنۍ ومونده د سيمي خلکو يې د وژنې پريکړه وکړه .

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون بيا افغان حکو مت د ناموس په نوم او هم يې د بې مقدمې او سملاسي وژنو په وړاندې په بې تفاوتۍ تورن کړی.

د کميسون مشرې سيما سمر بي بي سي سره په خبرو کې دغه او دې ته ورته نورې وژنې غندلي او افغان حکو مت نه يې د هغو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

مېرمن سمر وويل دا یو وحشیانه حرکت دی. موږ یې غندو او د افغانستان حکومت نه غواړو چې دغه خلک پیدا او عدالت ته وسپاري. او بیا د افغانستان خلکو ته معلومات ورکړي چې څه وشول.

سیما سمر زیاته کړه د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواکې ادارې سره تر ٤٠ زياتې د ښځو د وژنې پيښې ثبت شوي دي.

د پروان ولايت په دغه پيښه ډيرو نور سازمانونو هم انديښنه ښوولې او حکو مت نه يې د هغو د جدي پلټنې غوښتنه کړي ده .

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوي د پېښې پلټنه پیل کړې ده.

ورته مطالب