ایټالیا ته تلونکي ۵۴ مسافر له تندې مړه شوي

د انځور حقوق AP
Image caption له مسافرو یو یې یوه کب نیوونکي ژغورلی او د سفر کیسه یې کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي ۵۴ تنو چې غوښتل د یوې بېړۍ په سیلۍ له لېبیا ایټالیا ته ولاړ شي، بېړۍ یې ډوبه شوې او مړه شوي دي.

دغو کسانو پنځلس ورځې سفر کړی و، ددغو مساپرو له ډلې یو تن چې ژوندی پاتې شوی وايي یو شمېر کسان چې ژوندي پاتې وو، د تندې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ته ویلي دوی د ایټالیا ساحل ته نژدې شوي وو، خو د باد یوې تېزې څپې دوی په لوري یوړل.

د تونس ساحل ته څېرمه یوه کب نیوونکي ځینې مسافر له مرګه ژغورلي دي.

ویل کېږي چې په مړو شوو کې ډېری مسافر د ارتیریا دي.

ملګرو ملتونو د یوه ژغورل شوي کس له خولې ویلي چې د تونس له ساحل په لامبو په لوږه او تنده تېر شوی او ځان یې له مرګه ژغورلی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې د تېر جون په وروستیو کې لېبیا ته له خپلو ۵۵ ملګرو سره نژدې شوی و، چې نیمايي مسافر په کې د ارتیریا وو.

د ملګرو ملتونو یوې ویاندې لورا پولدریني ویلي چې "موږ ته هغه وویل چې سم لاسي په بېړۍ کې ستونزه پېښه شوه، چې له بده مرغه ځینو د لامبو سامان هم ونه شوای اغوستلی، ګڼو یې لار ورکه کړه، نه پوهېدو چېرې روان یو، ګڼ ملګري مو ناروغان شول او د اوبو د کمښت له کبله ځینو ساه ورکړه."

نوموړي دا هم ویلي چې "دا څنګه کېدای شي چې د ارام سمندر په اوبو کې، چې سوداګریزې، جنګي او ښاري بېړۍ ګرځي- راګرځي، دغه مسافر دې په داسې حال کې پاتې شي. "

ژغورل شوي کس د تونس ختيځ کې روغتون ته تر لېږد وروسته ویلي چې بېړۍ ایټالیا ته په رسېدو وه، چې یو تیز باد راغی او بېړۍ یې نامالوم ځای ته بوتله.

دا پېښه یوه له هغو ده، چې زرګونه کډوال په کې ډوب شوي، مړه شوي او یا هم مرګ ورباندې تېر شوی دی.

دغه ناقانونه کډوال جنوبي اروپا ته د سمندر له لارې ځانونه رسول غواړي، چې په لارو کې له بېلابېلو ستونزو او نیونو سره مخامخېږي.

ورته مطالب