ناټو ښځينه پوځيانې ګماري

د انځور حقوق
Image caption د ناټو سازمان د اداري برخې یوې مشرې هیلد سیګرس ویلي چې دا مهال د ناټو ځواکونو نژدې ۲۰٪ سرتېري ښځينه دي.

ناټو ویلي چې په دغه سازمان کې غړي هېوادونه باید د ښځینه سرتېرو شمېر ډېر او هغوی ته لانور کاري فرصتونه ومومي.

د اسیايي او اروپايي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې ماري یوناویچ ویلي چې :"په اداري او ودانیزو برخو کې ناټو سازمان ښځينه کارکوونکو ته اړتیا لري."

ناټو ویلي چې تر ۹۰ د ډېرو ښځينه افسرانو او قومندانانو د ګمارلو لپاره یو کنفرانس جوړوي.

دغه ښځينه سرتېرې به د ناټو له ۲۱ غړو هېوادونو ټاکل کېږي.

ماري یوناویچ دا هم ویلي چې ښځینه سرتېرې د سولې په خبرو او همدارنګه د شخړو په له منځه وړلو کې رغنده رول لوبولی شي.

د بلغاریا دفاع وزیر انو انګولوف ویلي چې لاهم د وسله والو ځواکونو د مشرتابه په منځ کې د ښځينه سرتېرو د ډېرولو په اړه مخکني افکار موجود دي.

نوموړي ویلي، ډېر پر دې ټينګار کوي، چې د ناټو سازمان کې د ښځينه افسرانو او قومندانانو رتبې باید د هغوی د وړتیاوو پربنسټ لوړې شي.

بل خوا، د ناټو سازمان د اداري برخې یوې مشرې هیلد سیګرس ویلي چې دا مهال د ناټو ځواکونو نژدې ۲۰٪ سرتېري ښځينه دي.

ورته مطالب