روسیې م.م ته د سوریې په اړه خپله پرېکړه وړاندې کړه

منیت شورا د انځور حقوق AP
Image caption روسیې او چین پر سوریه د لانورو بندیزونو لګولو مخالفت کړی دی.

روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سوریې په اړه خپله طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې روسیې له ملګرو ملتونو په سوریه کې د نړیوالو څارونکو د پاتې کېدو غکوښتنه کړې ده، خو د بندیزونو په اړه هېڅ په کې نه دي راغلي.

بل خوا، سوریه کې فعالین وايي، د چارشنبې په ورځ د سوري پوځ او وسله والو ترمنځ ددمشق په ځنډو کې نښتې شوې دي.

د روسیې په پرېکړه کړې راغلي چې "سوریه کې دې د ملګرو ملتونو د څارونکو ماموریت درې میاشتې نور وغځول شي."

د نړیوالو څارونکو د ماموریت وروستۍ نېټه د روانې جولای میاشتې ۲۰ ښودل شوې وه.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون امنیت شورا ته په یوه رابور کې د نړیوالو پوځي څارونکو د شمېر کمولو سپارښتنه کړې وه.

نوموړي ویلي وو، چې سوریه کې دې د ملګرو ملتونو څارونکو ته د فعالیت لانور لوی سیاسي رول ورکړل شي.

د انځور حقوق mehr
Image caption کوفي عنان تهران کې د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره په خبرو کې وویل چې "د سوري بحران په حل کې ایران مثبت رول لوبولی شي."

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې ځانګړی استازی کوفي عنان وايي، سوریه کې وضعیت لانور په خرابېدو دی.

نوموړی د سوري بحران د حل لپاره ددغه هېواد له چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته تللی دی.

ښاغلي عنان له عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سره په خبرو کې ویلي چې " سوریه کې د وژنې درولو لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي"، خو نوموړي نور جزییات ورنه کړل.

هغه له عراق وړاندې تهران ته تللی و او د عراق د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي او د ملي امنیت د شورا له منشي سعید جلیلي سره یې په خبرو کې وویل چې "د سوري بحران په حل کې ایران مثبت رول لوبولی شي."

ښاغلي عنان سوریه کې د ناامنیو د ډېرېدو په تړاو ایراني او عراقي چاراوکو ته ویلي چې بحران اوج ته رسېدونکی دی.

خو علي اکبر صالحي له کوفي عنان سره تر لیده کاته وروسته ویلي چې ایران سوریه کې د حل راوستو یوه برخه کېدای شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني ایران ته د کوفي عنان د سفر په اړه ویلي چې: "فکر نه کوم چې د ایران په ظاهري بڼه دې سړی وغولېږي او دا فکر وکړي چې ګني د سوریې په حل کې مثبت رول لرلی شي."

د انځور حقوق AP
Image caption ډېری څارونکي د بشارالاسد او کوفي عنان ترمنځ ورورستۍ موافقې هم بې ثمره بولي.

په پام کې ده چې د چارشنبې پر ورځ (جولای ۱۱) کوفي عنان جنیو کې له خپل دفتر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

ښاغلي عنان ویلي چې سوریه کې یې د سولې پلان نتیجه ورنه کړه.

د کوفي عنان د سولې په طرحه کې راغلي چې تر درو میاشتو پروې سوریه کې باید په بشبړه توګه اوربند وشي.

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي استاز ایران او عراق ته تر سفر وړاندې، پر تېره دوشنبه د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

تر لیدو وروسته ښاغلي عنان وویل: "موږ یوې نوې موافقې ته ورسېدو چې د سوري نظام له وسله والو مخالفانو سره به یې شریکه کړو. ما همدارنګه پر سیاسي جوړجاړي او خبرو ټینګار وکړ چې ولسمشر بشارالاسد هم خپله موافقه وشوده."

خو ډېری څارونکي ددغو موافقو پایله هم بې ثمره ګڼي.

"چمتو"

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر میخاییل بوګدانوف له خولې ویلي چې "مسکو د سوري بحران پر سر خبرو لپاره د سترو قوتونو د غوندې کوربه توب ته چمتو دی."

بوغدانوف زیاتوي چې: "زموږ له خوا، ټینګار کولی شم چې مسکو کې د عمل ټولې غونډې ته هرکلی وایو او دا ډول غونډه ګټوره بولو."

نوموړي دا هم ویلي چې: "له بده مرغه د ایران او سعودي ګوښه والی ښه نه دی، دواړه حکومتونه په سوریه کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدو لپاره مثبت رول لوبولی شي."

دی وايي چې په راتلونکې غونډه کې د سوریې ګاونډیان لبان او اردن هم باید ګډون ولري.

ورته مطالب