منځني ختيځ کې له واکمنو اسلام پالو سره د واشنګټن اړیکي

سپینه ماڼۍ د انځور حقوق
Image caption واشنګټن له اسیايي هېوادونو عربي نړۍ ته د القاعدې د غړو د لېږد په باب هم اندېښنه لري.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې په عربي نړۍ کې د دکتاتورو مشرانو راپرځولو او واک ته د اسلام پالو رسېدو واشنګټن اندېښمن کړی دی.

ورځپاڼه وايي، امریکا اوس اړ ده چې عربي نړۍ کې د راپرځول شوو مشرانو له ځایناستو سره خپل اړیکي له سره وپالي.

نیویارک ټایمز کاږي، امریکا له دې اړخه هم اندېښمنه ده چې واک ته رسېدلي اسلام پالي به له امریکا سره څرنګه اړیکي ولري، ځکه چې د ورځپاڼې په وینا، عام امریکایان له اسلام پالو وېره لري.

د ورځپاڼې په حواله، امریکا عربي نړۍ کې تر ډېره له مصر سره نژدې اړیکي لري او هلته د اسلام پالو پر ملګرتیا شک لري.

د امریکا شک هله په ډاګه شو، کله چې مصر کې د اخوان المسلمین ګوند نوماند ډاکټر محمد مرسي د مصر ولسمشر شو.

اخوان المسلمین په منځني ختيځ کې تر ټولو لوی اسلامي او اوږد تاریخ لرونکی ګوند دی.

امریکا کې د اسلامي زده کړو د پوهنځي رییس اکبر احمد وايي، د امریکا متحده ایالتونه اوس د منځني ختيځ ځينو هېوادونو کې د راغلي بدلون په اړه پایلو ته په ښه سترګه نه ګوري.

که څه هم د امریکايي ولسمشر بارک اوباما ادارې د عرب پسرلي بدلونونه ښه ارزولي، خو مصر کې د ولسمشر محمد مرسي له خوا د پارلمان د بېرته فعالېدو د پرېکړې په اړه یې څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز تونس کې د تېر کال ټاکنو ته هم اشاره کړې او وايي چې هلته هم د اسلامي غورځنګ غړو د پارلمان ډېری څوکۍ وګټلې.

ورځپاڼه دا هم وايي، چې یمن کې هم اسلام پالي ولسي ملاتړ لري.

خو د لېبیا په اړه ورځپاڼه کاږي، چې د تېرو ټاکنو پرمهال څرګنده شوه چې لېبیایانو د یوه سیاسي منځلاري اسلامي ګوند مشر ته رایه ورکړه.

ورځپاڼې لېبیا کې د لېبیايي ایتلاف د مشر محمود جبریل هغه څرګندونې هم راخیستې چې ملي ایتلاف ته یې د "سیکولر" خطاب کړی دی.

نوموړي د اسلام پالو په مقابل کې هغوی ته ګوته نیولې او دا یې هم ویلي چې "سخت دريځي نور نه شته."

که څه هم وړاندې امریکا له اسیايي هېوادونو، په تېره بیا افغانستان او پاکستان څخه عربي نړۍ ته د القاعدې د غړو د لېږد وېره لرلې ده، خو نیویارک ټایمز بیا وايي چې ښايي د منځني ختيځ اسلام پالي امریکا ته شا کړي.

د منځني ختيځ د چارو شنونکي وايي، واک ته د اسلام پالو له رسېدو باید واشنګټن وېره ونه لري، بلکې وېره له القاعدې په کار ده، خو کله دا برعکس هم کېدای شي.

ورته مطالب