د هند پهلوان فلمي ستوری داراسنګ ومړ

داراسنګ د انځور حقوق darasingh.com
Image caption دارا سنگ د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٩ م کلونو تر منځ پارلمان کې د مخالف باراتيا جاناتا گوند استازي پاتى شوى

د هند نامتو پهلوان او فلمى ستورى دارا سنگ د جمعې په سهار د ٨٤ کالو په عمر ومړ.

ډاکتران وايي چې داراسنگ له مغزي سکتې څو ورځي وروسته په ممبى کې په خپل کور کې مړ شو. داراسنگ پر بالي ووډ فلمونو سر بېره په مشهوره ټلويزوني درامه رامائن کې د هندو مذهب د يوۀ معبود رول لوبولى و چې ډېر شهرت يې تر لاسه کړ او د مينه والو زړونه يې وگټل.

د بالي ووډ د سينما ستوريو او سياست والو ټولو د ده پر مړينې خواشيني څرگنده کړې او د ده خدمتونه يې ستايلي، او حکومت ويلي چې د ده په مړينې خواشينى شوى دى.

داراسنگ په ١٩٢٨ م کال کې د هند پنجاب ايالت د امر تسر په ښار کې زېږېدلى وو.

داراسنگ خپل کاري ژوند له لومړي هندي فلم سکندر اعظم نه پيل کړ او ورستى فلم يې "جب وى ميټ" فلم وو چې په ٢٠٠٧ م کال کې سينما ته ووت. په دغه فلم کې دارا سنگ د کرينه کپور د نيکه رول لوبولى و. دارا سنگ په "کل هو نه هو" کې هم د نيکه رول لوبولى وو.

دارا سنگ له کوچينوالي له پهلوانۍ او غېږې نيولو سره مينه درلوده او چې لوى شو په همدغه مسلک کې يې ښه خواري وکړه او د پنجاب رستم او د هند رستم نومونه يې وگټل. په ١٩٦٨ م کال کې يې د غېږې نيولو نړيوالو اتلوليو سيالي هم وگټله.

دارا سنگ په پنجابي فلمونو کې هم رول لوبولى و او د جگا په نامه فلم کې يې د هند حکومت له لوري تر ټولو غوره لوبغاړي جايزه تر لاسه کړه.

دارا سنگ د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٩ م کلونو تر منځ پارلمان کې د مخالف باراتيا جاناتا گوند استازي پاتى شوى و. داکټر ار کې اگروال وايي د داراسنگ وروستۍ غوښتنه دا وه چې پخپل کور کې د خپلو دوستانو او کورنۍ غړو په منځ کې له فاني نړۍ سترگي پټي کړي.

ورته مطالب