د ولسمشر زرداري پرضد د فساد د دوسیو د بیا پرانستلو حکم وشو

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان سترې محکمې صدر اعظم ته حکم کړی چې د ولسمشر زرداري پرضد د فساد دوسیې بیا پرانیزي.

د پاکستان سترې محکمې صدر اعظم راجا پرویز اشرف ته حکم کړی چې د ولسمشر آصف علي زرداري پرضد د فساد دوسیې بیا پرانیزي.

سترې محکمې صدراعظم ته د روانې عیسوي میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې وخت ورکړی چې لاس په کار شي او د سویس چارواکو ته د ولسمشر آصف علي زرداري پرضد د دوسیو د پرانستلو په اړه ولیکي کنه نو له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د پاکستان د پیپلز ګوند یو غړی فواد چوهدري وايي دا حکم ښايي په محکمې کې وننګول شي.

"د قانون پوهانو ډله به ژر غونډه وکړي. موږ به دا وګوره چې آیا دا حکم وننګول شي او کنه؟ که دا حکم ونه ننګول شي چې زما په فکر به ننګول شي نو بیا به موږ ټوله ستره محکمه وګورو چې کیني او خبرې واوري. یا به وګورو چې څه به کوي؟ موږ به له اړتیا سره سم اقدام کوو."

د پاکستان سترې محکمې نوی صدراعظم ته د ولسمشر آصف علي زرداري پرضد د فساد د دوسیو د پرانستلو حکم په داسي حال کې کړی چې تیره میاشت یې پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې خاطر له دندې ګوښه کیدو ته اړ کړ چې دغه چاره یې نه ترسره کوله.

همدا لامل و چې د تیر اپریل په میاشت کې ښاغلی ګیلاني محکمې ته پر سپکاوي تورن شو او بالااخره اړ ایستل شو چې خپله څوکې پریږدي.

ورته مطالب