هندي کلي د "مينې وادۀ" منع کړ

مينه
Image caption کليوالو پتېيلې چې که چا په مينه وادۀ وکړ په کلي کې ځاى نه لري

د هند په اوتر پردېش ايالت کې يوۀ کلي د مينې پر ودونو بنديز لگولى دى.

رپوټونه وايي په دغه کلي کې پر ښځو نور بنديزونه هم لگول شوي دي.

د اسرا په نامۀ د دغه کلي مشرانو پر هرې هغې ښځې چې عمر يې تر ٤٠ کالو لږ وي دا بنديز لگولى چې يوازې دې سود سودا ته نه ځي او له کوره دباندې دې گرځنده تيلې فون يا موبايل هم نه کاروي.

کليوالو پر ښځو دا امر هم کړى دى چې له کوره دباندې دې سرونه پټ کړي.

د کلي مشران وايي دوى دا گامونه تر هغه وروسته اخيستي چې يو شمېر ميرمنې وځورول شوې خو پوليس وايي دوى د پېښې پلټنه پيل کړې ده.

هندي چارواکي وايي کليوالو دغه پريکړې تېره چارشنبه کړي دي.

رپوټونه وايي کليوالو دا امر کړى چې که چا په مينه وادۀ وکړ نو په کلي کې به ځاى نه لري.

د دوى غوښتنه دا ده چې هلک ته دې مور و پلار نجلۍ ومومي، نه دا چې خپله پر چا زړۀ وبايلي.

د هند دغه کلى له پلازمېنې ډيلي يوازې ٤٠ کيلومتره ليرې دى.

په همدې دليل ډېرو ته د دې کلي پريکړې حيرانوونکي دي ځکه چې په هند کې له لويه سره ښځې د سيمې د ځينو نورو هېوادونو په پرتله ډېرې ازادۍ لري.

ورته مطالب