د برتانيا کډوالۍ قانون پاکستاني ودونه ډېر کړل

د انځور حقوق PA
Image caption د نوي قانون لپاره وروستۍ نېټه د جولاى شپږمه وه.

په برتانيا کې څه باندې يو ميليون پاکستانيان اوسېږي چې د دوى يوه لويه برخه د ميرپور اوسېدونکي دي.

ميرپور د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير پورې تړلې سيمه ده چې له اسلام اباده ٨٣ کيلومتره لېرې پرته ده.

د کډوالۍ د نويو قوانينو له امله د میرپوريانو ودونه او په دوى کې د انگرېزي ژبې د زده کړې ولوله ډېره شوې ده.

د میرپور د څه باندې ٤٠٠ زره اوسېدونکو نژدې هره کورنۍ په برتانيا کې يو نه يو خپل لري.

دوى په ١٩٦٠ مو کلونو کې تر هغه وروسته برتانيا ته ډېر وخوځېدل چې په ښار کې يې د اوبو يو بند مات شو او د دوى کاروبار يې په خپل ښار کې خراب کړ.

په هغو کلونو کې برتانيا په خپلو صنعتي ښارونو کې ډېرو کارگرانو ته اړتيا لرله.

ډېرو بهرنيو کډوالو ته يې ويزې ورکولې چې په هغو کې د میرپور ډېر اوسېدونکي ورغلل او د انگلستان په مرکزي او شمالي ښارونو کې يې واړول.

له کارگرو سره يې کورنيو ته هم د اوسېدا اجازه ورکړل شوه.

خو اوس چې اقتصادي حالت بدل شوى او په برتانيا کې د کډوالۍ خبره په يوه لانجمنه ستونزې بدله شوې د میرپور پاکستانيان بيړه کوي چې د لارې تر بندېدا وړاندې برتانوي تابعيت خپل او دلته ځاى پر ځاى شي.

د نوي قانون لپاره وروستۍ نېټه د جولاى شپږمه وه.

تر دغې نېټې وړاندې په میرپور کې د انگرېزي ژبې کورسونه تر خولې ډک شوي وو.

هغو چې د ودونو تابيا کوله شپه او ورځ بوخت وو او د کډوالۍ پر کار اخته کسانو دومره دوسيې درلودې چې وړل يې ورته گران وو.

فيصل محمود چې په ميرپور کې د کډوالۍ د چارو سلاکار دى د فرانسې خبرې اژانس ته وويل کاروبار يې خورا ښه روان دى.

ده به پخوا د اوونۍ شپږ يا اته قضيې پر مخ بېولې خو اوس څو ځله تر هغه زيات کار کوي

"د جولاى په لومړۍ اوونۍ کې مې له ٥٣ جوړو سره د کډوالۍ د کاغذونو په ډکولو کې مرسته کړې ده".

د جولاى له نهمې نېټې راهېسې هر هغه چا ته د خپلې مېرمنې يا مېړه راوستل برتانيا ته گران شوي دي چې د کال څه کم ٣٠ زره ډالر ونه گټي.

که ماشوم ولري نو دا پيسې بيا له ٣٠ زرو هم اوړي.

د برتانيا د تابعيت اخيستو لپاره بايد دغه خپل خپلوان اوس پنځه کاله صبر وکړي، پخوا به دغه موده دوه کاله وه.

نيت دا دى چې رښتيا درواغ څرگند شي، انگرېزي ژبه يې زده وي او چې په برتانيا کې وي نو په دې هېواد کې د ژوند کولو ازموېنه هم په برياليتوب سره ترسره کړي، چې ازموېنه ده، پوښتنې او ځوابونه دي.

پاکستاني الاصله برتانويانو ته عمومآ د اپريل مياشت د ودونو او رخصتيو وخت وي.

دغه وخت په پاکستان کې هوا ډېره توده نه وي، دوى هلته ځي او ودونه کوي.

خو د ودونو د چارو سمبالوونکي وايي سږ کال له برتانيا ورغليو د جون او جولاى په لومړۍ اوونۍ کې ډېر ودونه وکړل. يوازې په ميرپور کې په سلو کې شل ډېر ودونه په همدې موده کې وشول.

ارشد حسين شاه په ميرپور کې د اتو هغو صالونونو څښتن دى چې ودونه په کې کيږي.

دى وايي د جون له لومړۍ نېټې د جولاى تر شپږمې يې له برتانيا د ورغلو ١٥ کسانو ودونه کړي دي.

علي رضا چې د انگريزۍ کورس څښتن دى وايي د ژبې د زده کړې لپاره يې د جون په مياشت کې زده کوونکي تر پخوا يو په دوه ډېر شوي وو.

" تر هلکانو نجونې ډېرې وې هره چا غوښتل چې ژر د انگرېزۍ کورس بشپړ کړي او سند ترلاسه کړي چې د کډوالۍ اسنادو ته يې وسپاري."

٢٥ کلنې باتور بخاري د اپريل په مياشت کې له خپل تربره سره واده وکړ، دې د انگرېزي کورس په بيړه بشپړ کړ:

" ما د جون په دويمه اوونۍ کې غوښتنليک وسپاره. بیړه مې کوله ځکه چې د کډوالۍ قوانين بدلېدل، ډېر وارخطا حالت وو."

په اسلام اباد کې د برتانيا سفارت د فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي چې د هغو کسانو له لوري د ويزې غوښتنليکونه د نويو قوانينو تر پيل وړاندې خورا زيات ورغلي وو چې په برتانيا کې يې له خپلو خپلوانو سره د يو ځاى کېدا هيله لرله.

هغو چې د نوي قانون تر پيل وړاندې غوښتنليک ورنه کړ، له نا څرگند راتلونکي سره مخامخ دي.

۳۲ کلن نعيم لودي له کمکيني برتانيا ته د تگ هيله لرله. ده د جون په ٢٢ مه له داسې نجلۍ سره واده وکړ چې برتانوي تابعيت لري خو پر وخت يې د ويزې لپاره اسناد ونه سپارل.

" زما مېرمن چې له برتانيا له ما سره د واده لپاره دلته راغلې وه يوه مياشت وروسته بېرته ستنېږي. راتلونکى مې روښانه نه دى ځکه چې زما د مېرمن تنخواه تر هغه ډېره کمه ده چې د قانون تر مخه يې زما د ورتگ لپاره بايد ولري".

ورته مطالب