د شمالي کوريا د پوځ مشر له دندې لرې کړای شوی

شمالي کوريا بيرغ د انځور حقوق AFP
Image caption ري يونګ هو درې کاله مخکې د اوسني مشر د پلار په دوره کې د پوځ د مشر په توګه وټاکل شو.

د شمالي کوريا حکومتي رسنۍ وايي د پوځ مشر ري يونګ هو له ټولو حکومتي دندو لرې کړای شوی دی.

ري يونګ هو، د پوځ د مشر ترڅنګ د ځواکمنې پوځي کمېټې مرستيال وو او په واکمن کارګر ګوند کې يې هم مهمې دندې پر مخ وړلې.

د ګوند په يوه لنډه ويناپاڼه کې ويل شوي چې ري يونګ د ناروغۍ له امله له خپلو دندو لرې کړای شوی دی.

خو په سيول کې د بي بي سي خبرياله لوسي ويليمسن وايي له دندې د پوځ د مشر د ايسته کېدو د پرېکړې د وضاحت لپاره پراخ شکونه موجود دي.

د ګوند له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې د ري يونګ هو پر ځای د بل چا د ټاکل کېدو يادونه نه ده شوې.

په سيول کې د جنوبي کوريا د يووالي وزارت يوه وياند خبريالانو ته ويلي دي چې د ري يونګ لرې کېدل "بيخي غير عادي" دي.

له واکه د ري يونګ هو لرې کېدو له شمالي کوريا بهر ډير خلک حيران کړې دي.

هغه د کېم جونګ ال له مرګه وروسته د هغه زوی کېم ال سونګ ته د واک د لېږدولو په بهير کې خورا مهم رول درلود.

ري هو، د شمالي کوريا يو له هغو اوو لوړپوړو چارواکو نه وو چې له اوسني مشر سره يو ځای د کيم جونګ ال په جنازې پسې روان وو.

ښاغلی ري هو درې کاله وړاندې د اوسني مشر د پلار کېم جونګ ال د واکمنۍ پر مهال په دغه دنده ګمارل شوی وو.

کيم جونګ ال وروسته له دوه لسيزو واکمنۍ د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې ومړ.

ورته مطالب