هيلري کلنټن د نوي مصر انځور له اسراييلو سره شريکوي

د انځور حقوق 1
Image caption د بي بي سي خبرياله کېم غطاس وايي آغلې کلنټن به د نوي مصر انځور له اسراييلي چارواکو سره شريک کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د خبرو لپاره اسراييلو ته رسېدلې چې پر ايران، سوريې، د منځني ختيځ پر سوله ييز بهير او دغه راز مصر به راټولې وي.

هغې له صدراعظم بنيامين نتانياهو سره تر خبرو وړاندې، د يوه ساعت لپاره له ولسمشر شمعون پېرېز سره کتنه درلوده.

آغلې کلنټن تېرې دوه ورځې په مصر کې وه او هلته يې له نوي اسلاپمالي ولسمشر محمد مرسي سره وکتل.

د بي بي سي خبرياله کېم غطاس وايي آغلې کلنټن به د نوي مصر انځور له اسراييلي چارواکو سره شريک کړي.

خبرياله چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې سره په سفر کې ملگرې ده، وايي: هغه به په بيت المقدس کې چارواکو ته ووايي چې ولسمشر مرسي هغه څه چې په ډاگه يې ويلي، په خصوصي کتنه کې هم راغبرگ کړل او هغه دا چې مصر به د ټولو نړيوالو تړونو درناوى وکړي.

په دغو تړونو کې له اسراييلو سره د سولې هوکړه هم راځي.

ويل کېږي چې اسراييل د حسني مبارک تر پرزېدو وروسته چې د امريکا پخوانى ملگرى و، په گاونډي مصر کې د اسلامپالو پر رابره کېدو اندېښمن دي.

"بشپړ لېږد"

قاهرې ته د ورتگ پر مهال، آغلې کلنټن له ولسمشر محمد مرسي او د لوړې پوځي شورا له مشر فيلډ مارشال محمد حسين طنطاوي سره کتنې درلودې.

د انځور حقوق AP
Image caption مصر ته د سفر پر مهال اغلې کلنټن ښاغلي مرسي ته وويل چې حالات د "تېرېدنو او رېښتوني سياستولۍ" غوښتنه کوي

ولسمشر له پوځي شورا سره چې د ښاغلي مبارک تر پرزېدو راهيسې يې پر مصر ولکه درلوده، د پارلمان د ړنگېدو پر سر په جړه کېوتى دى.

آغلې کلنټن پر شنبې ښاغلي مرسي ته وويل چې حالات د "تېرېدنو او رېښتوني سياستولۍ" غوښتنه کوي، خو دغه راز يې "ولسي واک ته د بشپړې لېږدونې" په پلوۍ هم غږ پورته کړ.

د بهرنيو چارو وزيرې دغه راز له ښاغلي مرسي وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ټينگ پاتې شي او د ښځو او لږکيو حقونه خوندي او له اسراييلو سره د سولې تړون پر ځاى کړي.

امريکايي چاواکي وايي له فيلډ مارشال طنطاوي سره پر يکشنبه د غږېدو پر مهال آغلې کلنټن، نوي غوره شوي ولسمشر ته د واک پر لېږدونې خبرې وکړې او د ټولو مصريانو د حقونو پر ساتنې يې ټينگار وکړ.

هيلري کلنټن وروسته په سکندريه کې د امريکا په نوې پرانستل شوې قونسلگرۍ کې د غږېدو پر مهال وويل: "غواړم دا خبره په ډانگ پيېلې وکړم چې امريکا په مصر کې، آن که کولاى مو هم شواى چې البته نه يې نشو، د گټونکو او بايلونکو په غوره کولو بوخته نده".

آغلې کلنټن دغه راز په مصر کې له مخکښو مېرمنو، قبطي مسيحيانو اود ځوانو سوداگرو له استازو سره هم کتنې درلودې.

هغې وويل: "ولسواکي يوازې د ډېرکيو د هوډونو ځلول نه دي. ولسواکي داده چې د لږکيو حقونه خوندي وساتل شي."

ورته مطالب