د سوريې د دفاع وزير داود راجحة ځانمرګي وژلی دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption له هغه راهيسې چې په سوريه کې پاڅون پيل شوی دا لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي.

د سوريې حکومتي تلویزيون وايي د دغه هېواد د دفاع وزير داود راجحة او مرستيال يې شوکت اصف د ملي امنيت په مرکز کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې په دغه بريد کې نور مهم لوړپوړي چارواکي ټپيان شوي دي. دوی په دغه ودانۍ پر غونډه بوخت ول.

دغه ودانۍ اوس د حکومتي سرتېرو له لوري کلابنده شوې ده.

دغه پیښه پر داسې مهال رامنځ ته کیږي، تر دې وړاندې په پلازمینه دمشق د يوه لوی بريد ادعا شوې وه. حکومتي چارواکو دغه بريد کوچنی ښوده.

پر تلويزيون په خپاره شوي راپور کې وويل شول چې: "د سوريې د دفاع وزير د ترهګريز بمي بريد په پايله کې چې د ملي امنيت ودانۍ يې په نښه کړې وه، شهید شو."

جنرال راجحة چې له تير يو کال راهيسې د سوريې د دفاع وزير او تر دې وړاندې د پوځ لوی درستيز وو، امريکا په تور لست کې شامل وو.

دغه پېښه پر داسې مهال کېږي چې د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړی استازی کوفي عنان د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره او د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون له چينايي چارواکو سره غږېدلي دي.

چين او روسيه د سوريې ملاتړي هېوادونه بلل کېږي، او څو ځله يې په سوريه کې د امنيت شورا د پوځي مداخلې پرېکړه ليک ويتو کړی دی.

ورته مطالب