قرغيز نجلۍ تر غېږنيولو وړاندې محکمې کې ده

د خپريدو وخت: 14:10 گرینویچ - چارشنبه 18 جولاې 2012 - 28 چنګاښ 1391

تنيبيکوا وايي دې څوک نه دې وهلي خو اړه شوې وه چې له ځانه دفاع وکړي

ايسينوا تينيبيکوا د اولمپيک لوبو ته د غوراوې له پړاوه راوتلې او قرغيزستان ورڅخه ډېره هيله لري چې په لندن کې به مډال گټي.

د اولمپيک تر پيل وړاندې بايد دې تمرين کاوۀ، ځغاسته به يې کوله چې خپل نفس پوخ کړي او وزن به يې پورته کاوۀ چې مټي يې پياوړې شي.

خو د اقتصاد د پوهنځي دغه محصله او ١٩ کلنه غېږنيونکې د تمرين په دې شپو او ورځو کې د لوبغاليو پر ځاى په محکمې کې وه ځکه چې د يوې بلې ځوانۍ نجلۍ پوزه یې ماته کړې وه.

تنيبيکوا وايي دې څوک نه دې وهلي خو اړه شوې وه چې له ځانه دفاع وکړي ځکه چې يو شمېر ميرمنو وپاروله، وېښته يې ور کش کړل او بد و رد يې ورته وويل.

د هغې نجلۍ چې پوزه يې ماته شوې، مور و پلار پنځه زره ډالر تاوان غواړي.

دوى دا هم وايي چې پېغله تنيبيکوا بايد په اولمپيک لوبو کې برخه وانه خلي.

دا پېښه د اپريل په مياشت کې شوې وه خو اوس يې دا تورونه رابرسېره شوي دي.

د دې روزونکى نوربيک اسبيکوف وايي نجلۍ چې لندن ته رهي کېدونکې ده اوس ولې دا خبرې رابرسېره شوې.

روزونکى وايي که چيرې دا عادي نجلۍ واى نو دومره شور او شور به نه واى جوړ شوى.

تينبيکيو په رښتېا چې عادي نجلۍ نه ده.

په يوۀ داسې ليرې پراتۀ غرني کلي کې زېږېدلې چې نجونې په کې لوبو ته څوک نه هڅوي.

دې غېږنيونې ته په لوى عمر ملا وتړله.

د دې نيکۀ د منځنۍ اسيا يو پخوانى اتل غېږنيوونکى و.

دا به د ٦٣ کيلو وزن په ازاده غيږ نيونه کې برخه اخلي خو که د خپل هېواد له محکمې سپينه راووته نو په لندن کې به مډالونو ته بخت ازمويي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .