"پر اسراییلیانو برید کې د ایران لاس دی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption اعیني شاهدانو اسراییلي تلوېزيون ته ويلي چې بس ته یو کس وخوت او ور سره جوخته چاودنه وشوه.

اسرايلي چارواکو ويلي چې د بلغاریا په ختیځ ښار بورګاس کې لږ تر لږه اووه اسراییلیان په یوه بس کې د بمي بريد له امله وژل شوي دي.

ويل کيږي چې په دغه پېښه کې شاوخوا ۳۰ نور کسان هغه وخت ټپيان شول چې د بورګاس په هوايي ډګر کې دغه بس چې اسراييلي سېلانیان يې لېږدول وچاودېد.

اعیني شاهدانو اسراییلي تلوېزيون ته ويلي چې بس ته یو کس وخوت او ور سره جوخته چاودنه وشوه.

له پېښې وروسته اسرایيلي لومړي وزير بین یامین نتانیاهو ایران په برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

هغه د یوې اعلاميې په خپرولو ويلي چې د چاودنې ټولې نښې نښانې ښيي چې ایران د دې کار تر شا وي.

نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به د ده په وینا د ایران دې ډول ترور ته په کلکه ځواب ووايي.

ښاغلي نتنیاهو وويل همدا اوس د پېښې په سیمه کې شپږ مړي پراته دي یو کس چې زخمونه يې ډېر جدي وو په روغتون کې ساه ورکړه او دوه نور چې حالت يې د اندېښنې وړ دی په روغتون کې دي. ده وویل د مړو تر څنګ ۳۰ نور هم ټپيان دي.

داسې ويل کيږي چې دغه بس له هوايي ډګره هغه اسرایيلي سېلانیان لېږدول چې له خپل هېواده بورګاس ته راغلي وو.

د چار شنبې دغه بريد په ارجنتاین کې د یهودانو پر ټولنې د وژونکي بريد په ۱۸ کلیزه کيږي.

له هغه برید وروسته هم اسراییلو ایران د پېښې تر شا باله خو ایران دا تور تر اوسه ردوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بلغاریا دغه برید یوه ترهګریزه کړنه بللې ده.

ورته مطالب