امریکا وايي اسد د هېواد "ولکه له لاسه ورکوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption متحده ایالتونه وايي د درېو جګپوړو چارواکو وژل کېدل ښيي چې ولسمشر اسد د خپل هېواد ولکه له لاسه ورکوي.

د سوریې په پلازمېنه دشمق کې چار شنبې ورځې (جولای/۱۸) بمي بریده وروسته چې د ولسمشر اسد درې جګپوړي نژدې ملګري یې ووژل، په دغه هېواد کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو دپلوماتیکې هلې ځلې ګړندۍ کیږي.

په وژل شوو کې د ښاغلي اسد اوښی اصف شوکت، د دفاع وزیر دواد رجحه او د کړکېچ د ادارې د دفتر مشر جنرا حسن تورکوماني شامل دي.

د سوریې دولتي تلوېزیون وویل یوه بمي بریدګر د ملي امنیت په مقر کې پر یوې غونډې برید وکړ. د کورنیو چارو د وزير په ګدون یو شمېر نور کسان ټپیان دي.

متحده ایالتونه وايي د درېو جګپوړو چارواکو وژل کېدل ښيي چې ولسمشر اسد د خپل هېواد ولکه له لاسه ورکوي.

سپینې ماڼۍ وویل چې بارک اوباما په سوریه کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه د روسيې له ولسمشر ولاد میر پوتین سره پر ټېلې فون خبرې وکړې، خو د یوه سیاسي حل د موندلو د څرنګوالي په اړ اختلافونه لا پرځای پاتې دي.

د پروني برید به اړه دقیق جزییات لا نه دي څرګند ، خو د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرنک ګارډنر په خپل رپوټ کې وايي:

په دمشق کې ډېرې اوازې خپرې شوي، خو نتیجه روښانه ده. د ولسمشر اسد واکمني اوس تر بل هر وخت له ډېر جدي ګواښ سره مخامخ ده.

دا په دې مانا نه ده چې ګواکې نسکورېدلو ته نژدې دی، خو د ولسمشر اسد د اوښي آصف شوکت وژنه د واکمنې کورنۍ لپاره خورا لوی ګوزار دی. هغه د ولسمشر تر ټولو نژدې کس و چې تر دې وژل شوی.

هغه سوق او اداره چې نوموړي په وسله والو ځواکونو کې رامنځ ته کړې وه، نوره نو له منځه تللې، او د پلازمېنې دمشمق په زړه کې د هغه وژنه به په رژیم کې نورو ته دا اندېښنه ور واچوي چې ایا د هېواد په کوم ځای کې خوندي پاتې کېدی شي. د توطیې بېلا بېلې تیورۍ خوله په خوله کيږي.

څوک وايي شوکت څه مخکې په زهرو وژل شوی، څوک وايي چې د دفاع وزیر د خپل رژیم په لاس وژل شوی ځکه هغه غوښتل چې یوه کودتا وکړي.

د دغو خبرو لپاره هېڅ ثبوت نشته، خو دا ناڅرګندتیا ښيي چې په سوریه کې حالات څومره تت او مبهم دي، او له دې امله چې رسنۍ نه ورپرې ښودل کیږي.

د رښتیا موندل او رپوټول څومره ګران دي.

آن په دې اړه هم ناڅرګندتیا شته چې پروني بریدونه به رښتیا چا تر سره کړي وي، ځکه دوو بېلا بېلو ډلو - د ازادې سورې پوځ او د یوې بلې ناپېژندل شوې ډلې ځان لوا الاسلام بولي، دواړو د برید د ترسره کولو ادعا کړې ده.

او دا تصور چې ګواکې دا یو ځانمرګی برید وو چې د القاعدې د خوښې تکتیک دی، لوېدیځوال او روسي چارواکي دواړه اندېښمن کړي دي.

دوی فکر کوي چې د سوريې حالات له ګورته د وتلو په حال کې دي.

ورته مطالب