لټوالى او نه خوځېدا د تر وخت وړاندې مرگ بله وسيله

د انځور حقوق s
Image caption څېړونکو وايي لټوالي ته دې د یوې پراخ لمنې ستونزې یا pandemic په توګه وکتل شي

یوې نوې خپرې شوې څېړنې برسېره کړې ده چې لټوالی، او په ورځني ژوند کې د فزیکي کړاو لږوالی د سګرېټ څکلو هومره وژونکی دی.

څېړنې اټکل کړی دی چې هر کال تر ۵،۳ ملیونو ډېر انسانان د داسې مضمنو ناروغیو له کبله ژوند له لاسه ورکوي چې د فزیکي کړاو له لږوالی نه پیدا کېږي.

د زړه ناروغۍ، شکرې ناروغۍ، او د تیونو او کولمو د سرطان یا چنګاښي ناروغیو په ګډون، ګڼ کړوونکي رنځونه، چې د دې مړینو د یوې ډېرې برخې لامل بلل کېږي، له لټوالي سره نېغه اړیکه لري.

څېړنه، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونونه ۳۳ څېړونکو ترسره کړې، خبرداری ورکوي چې که کوټلي ګامونه وانه خیستل شي، ستونزه به په چټکۍ سره پراخه شي.

څنګه چې اوس د نړۍ د سر ډېر وګړي له دې ستونزې سره مخ دي، څېړونکو غږ کړی دی چې لټوالي ته دې د یوې پراخ لمنې ستونزې یا Pandemic په توګه وکتل شي.

څېړنې غږ کړی دی چې د ستونزې د هوارولو لپاره په کار ده چې یونوی او اغېزناک چلند خپل شي.

په څېړنه کې سپارښتنه شوې ده چې وګړو ته په کار ده په اونۍ کې لږ تر لږه دوه نیم ساعته د بایسکل ځغلولو او چټک ګرځېدلو په څېر د منځنۍ کچې فزیکي کړاو ترسره کړي.

څېړونکو په حکومتونو هم غږ کړی چې د وګړو د روغتیایي ودې لپاره دې د داسې خوندي او ارزانه چاپېریال په برابرولو کې اړین ګامونه واخلي چې د بایسکل ځغفولو، پلې ګرځېدلو او نورو ورته فزیکي کړاوونو لپاره مناسب وي.

کره کتونکو بیا په څېړنه باندې په دې نیوکه کړې ده چې د سګرټو د څکاک سره د لټوالي پرتله یې دقیقه نه ده.

د دوي په آند، که څه هم څکاک او لټوالی د شمېر له مخې یو برابر مړینې پېښوي، خو د وګړو د شمېر په تناسب د سګرتو څکاک تر لټوالي ډېر خونړی دی.

نور بیا وایي چې د سګرتو پرېښودل د سرطان ناروغیو په وړاندې تر ټولو اغېزناک مخنیویز ګام دی.

ورته مطالب