ناروې د ۷۷ وژل شويو کسانو لومړۍ تلین لمانځي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه کسان د اندرس بريويک په نوم يوه کس وژلي چې پر خپل جرم يې منلی او اوس يې محاکمه روانه ده.

نارويژيان د يوې توکميزې وژنې په پايله کې د ۷۷ وژل شويو او د ۲۴۲ نورو ټپي شويو کسانو د ياد لومړۍ تلین لمانځي.

د لمانځنې د دغو مراسمو په لړ کې د ناروې په ټولو کليساوو کې ځانګړي تدابير نيول شوي او د دې ترڅنګ يو کنسرت هم پلان شوی دی.

ټاکل شوې د ناروې لومړی وزير ينس استولتنبرګ له نورو نارويژيانو سره يو ځای د ګلو ګېدۍ په ځای کېږدي چې ۶۹ ځوانان او زلميان په کې ووژل شول.

دغه کسان د اندرس بريويک په نوم يوه کس وژلي چې پر خپل جرم يې منلی او اوس يې محاکمه روانه ده.

په يوه بله جلا پېښه کې بيا يوې بمي چاودنې اته تنه نور ووژل او يو شمېر يې ټپيان کړل.

ډيری ودانۍ چې تېر کال د بمي بريد له امله زيان ليدلی وو، تر اوسه يې کار نه دی بشپړ شوی. او د صدارت او روغتیا وزارت پر ودانيو لا هم کار روان دی.

ټاکل شوې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې زرګونه کسان د وژل شويو د لمانځنې په مراسمو کې را ټول شي.

دغې پېښې ته له دويمې نړېوالې جګړې وروسته د تر ټولو بدې پېښې په سترګه کتل کېږي، چې نارويژيان يې هيښ کړل.

ناروې د ۷۷ وژل شويو کسانو لومړۍ تلین لمانځي

ورته مطالب