"د هند بد ويل له پاکستان سره د مینې ثبوت نه دی"

وينا ملک د انځور حقوق BBC World Service
Image caption موده وړاندې پر يوې هندي مجله د وينا ملک بربنډ تصويرونه خواره شول چې په پاکستانيان یې راوپارول.

پاکستانۍ هنرمنده وينا ملک وايي له پاکستان سره بې سارې مينه لري او د دې د ثبوت لپاره پر هند بد ويل اړین نه دي.

وینا ملک دغه څرګندونې د بي بي سی اردو څانګې په ځانګړي پروګرام کې کړي چې په دغه پروګرام کې خلک له مېلمه نه پوښتنې هم کوي.

اغلې ملک وايي دا یوه هنرمنده ده او هنرمندان د نړۍ حساس خلک دي: "موږ هنرمندان په کور دننه او بهر یو خېل يو، زه له خپل هېواد او خلکو سره مينه لرم، خو د دې لپاره ضرور نه ده چې د ګاونډي هېواد بد وويل شي. زما له دواړو هېوادو سره مينه ده."

ټاکل شوې وه وینا ملک پر يوه تلويزني چېنل د "استغفار" پروګرام د چلولو لپاره پاکستان ته ولاړه شي.

خو وينا ملک وايي دغه پروګرام وروسته له هغه وځنډېده چې دغه تلويزيوني چینل ته ګواښونه وشول.

موده وړاندې په یوه هندي مجله کې د دې "لوڅو تصويرنو" په پاکستان کې غوغا جوړه کړه.

د مجلې پر مخ د دې بربنډ عکس خپور شوی و، چې وينا ملک وایي تصویر يې اصلي نه وو، بلکې جوړ شوی وو.

خو هغه مهال د مجلې چلوونکي وويل دغه تصوير یې له وينا ملک سره په مشوره چې څنګه د مجلې پر پاڼه ښکاره شی، خپور کړی .

وينا ملک وايي د دغې مجلې پر ضد يې عريضه کړې چې اوس تر کار لاندې ده، خو وايي ښايي دا يو څه وخت ونيسي.

هندي مجله د وينا لوڅ عکس

Image caption وينا ملک وايي د هغې مجلې پر ضد يې په محکمه کې دوسیه روانه ده چې د دې بربنډ تصوير یې خپور کړی.

د يوې پاکستانۍ هنرمندې، وينا ملک هغه تصوير چې بربنډه په کې ښوول شوې او پر مټ يې آی اس آی ISI ليکل شوی ناندری او جنجالونه را ټوکولي دي.

د هند د FMH مجلې ايډيټر وايي چې دغه تصوير حقيقي دی، خو پخپله وينا ملک وايي چې دې دغه تصوير په جامو کې اخيستی او د دې په وينا لاس په کې وهل شوی دی.

دغه موضوع په پاکستان کې له دوو اړخو حساسه ده، يو دا چې د دې عکس لوڅ ښوول شوی او بل دا چې د دې پر مټ د پاکستان د څارګرې جنجالي ادارې ISI نښان هک شوی دی.

پاکستاني رسنيو د وينا ملک د يوه وياند له قوله ويلي چې مېرمن ملک د تصوير اخيستو په داسې یوه محفل کې هېڅکله هم ګډون نه دی کړی.

خو د هند د اف اېچ ام مجلې ايډيټر بي بي سي ته ويلي چې په تصوير کې يې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې او بلکل حقيقي دی.

د هندي مجلې ايډيټر کبير شرما په اسلام اباد کې د بي بي سي نوشين عباس ته ويلي چې: " له موږ سره د عکس اخيستو فلم شته او دا چې د مجلې پر مخ وينا ملک څنګه ښکاره شي په دې اړه له موږ سره د هغې ايميلونه شته."

ښاغلي شرما زياته کړه: "د دې نظريه چې د ISI نښان دې د هغې پر مټ هک شي زما وه. او دا چې دا دې په تور خط وليکل شي دا نظر د وينا ملک وو."

ورته مطالب