د پاکستان پوځ پر افغانستان د توغنديو بريدونه رد کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ وايي امنیتي ځواکونه يې هغه مهال ځوابي عمل کوي، چې له پولې پورې غاړه تندلاري پرې بريد وکړي.

د پاکستان پوځ د افغانستان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې د ۴۰۰ توغنديو د لګېدو له امله څلور کسه وژل شوي دي.

دغه تور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستاني لوري لګولی او خبرداری يې ورکړی چې د دا ډول بريدونو دوام دوه اړخيزه اړيکې اغېزمنولی شي.

د پاکستان پوځ د افغان لوري دغه تور بې بنسټه بللی دی.

پاکستانی پوځ وايي امنیتي ځواکونه يې هغه مهال ځوابي عمل کوي، چې له پولې پورې غاړه تندلاري پرې بريد وکړي.

پوځ وايي په تېر يوه کال کې له پولې پورې غاړې سخت دريځو وسله والو د پاکستان په چترال او دير سيمو کې پر امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ۱۵ بريدونه کړي دي.

د پوځ د چارواکو له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي، چې په دغو بريدونو کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ۱۰۰ کسه وژل شوي دي.

د افغان حکومت اعتراض

افغان حکومت د دغه هېواد امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې د پاکستان د توغنديزو او توپچي بريدونو په اړه بشپړ راپور ژر تر ژره د افغانستان امنيت شورا ته وسپاري.

افغان حکومت د چارو ادارې ته هم دنده سپارلې چې د پاکستان د بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.

همدا راز افغان چارواکي وايي چې په وروستيو څو مياشتو کې يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته تر لسو ډېر اعتراضيه يادښتونه هم استولي دي.

مخکې افغان حکومت گواښ کړى و، که د پاکستان له لوري توغنديز او توپچي بريدونه پاى بيا نه مومي نو دوى به دا خبره د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي.

خو اوس څرگنده نه ده چې د پاکستان له لوري بريدونو پاى موندلى او که نه لا افغانستان دا ستونزه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړې ده.

اوس د افغانستان د ملي امنيت شورا د دغه هېواد امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره او په چټکه توگه د پاکستان له خوا د کېدونکو بريدونو په اړه خپل بشپړ راپور دغې شورا ته وسپاري.

بله غاړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې په څو تېرو مياشتو کې يې د دغو بريدونو د درولو په موخه گڼې دپلوماتيکې کړنې سره کړي.

"په څو تېرو مياشتو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر لسو ډېر رسمي يادښتونه په کابل کې د پاکستان سفارت ته لېږلي دي چې په ترڅ کې يې د هغو توغنديزو گزارونو په اړه اندېښنه ښوول شوې او نيوکه پر ې شوې."

ورته مطالب