سوريه به پر خپل ولس کيميايي وسله ونه کاروي

د انځور حقوق AFP
Image caption مخالفينو لا تر اوسه د هېڅ ډول کېيمايي وسلو د کارېدو خبر نه دى ورکړى.

سوريې ويلي چې پر خپل ولس کيميايي وسله نه کاروي، خو پر بهرنيو بريدگرو به دغه کار وکړي.

دمشق د لومړي ځل لپاره د دغه ډول وسلو د شتوالي د منلو ترڅنگ، ويلي چې هغه د وسله وال پوځ له خوا خوندي ساتل کېږي او هېڅکله به هم "د سوريې دننه" ونه کارول شي.

مخالفينو د بي بي سي خبريال پول ووډ ته ويلي چې د امنيتي ځواکونو د څلورو جگپوړو مشرانو وژنې زړور کړيدي.

خو د کډوالو ستونزه ژوره شوې او عراق د خپلو پولو د پرانستنې اعلان کړى چې خلکو ته د تېښتې لار پرانستل شي.

د سوريې دعربي سرې مياشتې په وينا، په سوريه کې شاوخوا يو نيم ميليون وگړي بېکوره شوي او وايي چې دغه شمېر مخ په ډېرېدو دى.

بهرنى تېرى

د سوريې يوه حکومتي وياند مقدېسي وويل: "هېڅ کيميايي او بيولوژيکي وسله به، تکراروم يې هېڅ دغه ډول وسله به د سوريې په کړکېچ کې، ددغه کړکېچ د کورني اړخ پراختيا ته له پام پرته، ونه کارېږي." ښاغلي مقدېسي دا څرگندونې يوه خبري کنفرانس ته کولې چې د سوريې پر دولتي ټلوېزيون خپرېدې.

"ددغه ډول وسلو ټولې بڼې دسوريې وسله والو ځواکونو خوندي کړي او ساتلي او تر مخامخ څارنې لاندې يې دي او هېڅکله به هم ونه کارېږي، مگر دا چې سوريه له يوه بهرني تېري سره مخامخ وي."

سوريې تر اوسه په رسمي ډول د کيميايي وسلو شتوالى نه دى منلى او د "کيميايي وسلو کنوانسيون" يې هم لاسليک کړى نه دى چې ددغو وسلو توليد ناقانونه گرځوي.

د سوريې له خوا ددغه ډول وسلو د شتوالي له منلو، يو نوى اړخ رابرسېره کېږي. د نه خپراوي په اړه د جيمز مارتين د مرکز غړى ليونارد سپېکټر وايي چې دا مساله په خپل ذات کې مهمه نده.

هغه بي بي سي ته وويل: "له څو لسيزو څخه دا، د پوځي تولې د ساتلو يوه برخه وه."

لوېديځ او اسراييل، په سيمه کې د بي بي سي د خبريال جېم ميور په وينا، خورا اندېښمن دي چې ښايي سوريه له خپلو کيميايي وسلو نه کار واخلي.

د جولاى پر شپاړلسمه تر دغه مهاله مخالفينو ته د سوريې تر ټولو جگپوړي اوښتي سياستوال بي بي سي ته ويلي و چې که حکومت ځان ايسار شوى وبولي، نو د کيميايي وسلو په کارولو کې به ډيل ونه کړي.

په عراق کې د سوريې پخواني سفير نواف الفارېس وويل چې ناتاييد شوي رپوټونه ښيي ددغه ډول وسلو بېلگې ښايي دمخه لا کارول شوې وي.

خو مخالفينو لا تر اوسه د هېڅ ډول کېيمايي وسلو د کارېدو خبر نه دى ورکړى.

له بلې خوا، د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو ولسمشر اسد هڅولى چې سملاسي استعفى وکړي او د خوندي وتو ژمنه يې ورسره کړېده. هغوى ويلي چې مخالفين بايد يو لنډمهالى حکومت جوړ کړي.

ورته مطالب