د سوريې کیمیاوي وسلې: خطرونه او اندېښنې

د انځور حقوق na
Image caption سوري حکومت ويلي دي چې هيڅکله به هم د خپلو خلکو پر وړاندې له دغو وسلو کار وا نه خلي.

د سوريې د کیمیاوي وسلو لويو زېرمو د دغه هېواد پر روان کړکیچ يو بل ډارونکى عنصر ډېر کړى دى.

د سوريې مهم گاونډيان او ستر لوېدیځ هېوادونه په احتمالي ډول د سوريې د رژيم د ړنګېدو پرمهال، د دغو وسلو د امنيت په اړه گډه اندېښنه لري.

د امريکا له متحده ايالتونو نه په رپوټونو کې ويل شوي دي چې حتی دغلته اړين تيارۍ نيول شوی چې د رژيم له ړنګېدو سره دغه وسلې خوندي کړاى شي.

په دې برخه کې يوه هم د سوريې د کیمیاوي وسلو د زېرمو د کچې او اندازې مساله ده.

واشنگټن کې د جيمز مارتين د کیمیاوي وسلو د نه خپرېدو د څېړنې مرکز مدير ليونارد سپېکتر وايي:

" سوريه د نړۍ د کیمیاوي وسلو تر ټولو سترې زېرمې لري چې د ترخو پوډرو په څېر دوديز کیمیاوي او د سرين او وي ايکس په څېر عصبي کیمیاوي توکي په کې راځي".

فکر کیږي چې سوريه د کیمیاوي وسلو ستر تاسيسات لري چې ځیني يې د حمص او هما ښارونو په گډون د روانې شخړې په سيمو کې دي.

ويل کیږي چې د سورېې وتلي ځواکونه د دغو تاسيساتو دفاع او ساتنه کوي خو د دې وړاندوېنه گرانه ده چې د اسد رژيم له ړنګېدو سره به پر دغو ځواکونو څه کیږي. په خپلو دندو کې به پاتي کیږي او که تښتي به.

سوري حکومت ويلي دي چې هيڅکله به هم د خپلو خلکو پر وړاندې له دغو وسلو کار وا نه خلي.

خو له احتماله لېرې نه ده چې کېداى شي، د اسد رژيم د ياغيانو او حتی ولسي وگړو پر وړاندې له دغو وسلو کار واخلي چې هغوى تسلیمېدو ته اړباسي.

داسې وېرې هم شته چې ښايي د کیمیاوي وسلو کومه زېرمه د ياغيانو لاسو ته ورشي او د اسد رژيم د پوځ د گواښونو پر وړاندې ترې کار واخلي.

همدارنگه څنگه چې ښاغلى سپېکتر وايي په دې برخه کې بله اندېښنه دا ده چې کېداى شي د رژيم له ړنګېدو سره دغه کېماوي وسلې د حزب الله او يا هم د القاعدې گوتو ته ورشي.

ځکه دواړه ډلې اوس په سوريه کې په فعاليتونو بوختې دي.

دغو اندېښنو ته په کتو سره، د امريکا پر متحده ايالتونو فشار دى چې داسې يو پلان بايد ولري چې د سوري رژيم د ړنګېدو پرمهال دغلته ولاړ شي او دغه وسلې خوندې کړي.

رسنۍ په دې برخه کې پر له پسې رپوټونه ورکوي چې گنې د امريکا ځانگړي ځواکونه چمتو دي چې سوريې ته ورشي او د کیمیاوي وسلو کنټرول په خپلو لاسونو کې واخلي.

خو واقعيت دا دى چې د دغه ډول عملياتو ترسره کول څه اسانه کار نه دى.

په داسې حال کې چې لیبيا د کیمیاوي وسلو کنوانسيون لاسليک کړى و او د ډگروال قدافي د رژيم د ړنګېدو پر مهال د له منځه وړلو بهير يې پرمخ روان وو.

خو سوريه له دغه کنوانسيون سره يو ځاى نه شوه او په رسمي توگه يې هيڅکله هم د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو په اړه اعلان نه دی کړی.

د لیبيا د کیمیاوي وسلو زېرمې ډېرې وړې وې او ډېرى په کې دوديز ترخه پوډر و چې زاړه هم وو.

د زېرمو ځاى ځايگى هم څرگند وو او لېبيايي چارواکو د هغو د له منځه وړلو له چارې سره همکاري کوله.

خو د سوريې د کیمیاوي وسلو زېرمې سترې او پرمختللې توکي لري.

لیبيا يوازې د هوايي بمونو له لارې کولى شواى چې دغه وسلې وکاروي. خو په دې برخه کې د سورېې امکانات ډېر دي.

د امريکا د څارگرې ادارې د رپوټونو له مخې سوريه کولى شي چې د هوايي بمونو، توپچي او بالستيکي توغنديو په وسيله خپله کیمیاوي وسلې وکاروي.

ورته مطالب