"پروېز اشرف دې د اګست تر اتمې سويس ته لیک واستوي"

زرداري، اشرف
Image caption د اصف علي زرداري د دوسيې د نه پرانستلو پر سر یوسف رضا ګيلاني خپله دنده له لاسه ورکړه.

د پاکستان سترې محکمې سويسي چارواکو ته د لومړي وزير راجا پروېز اشرف له لوري د ليک استولو نېټه د اګست اتمې ته غځولې ده.

مخکې له لومړي وزیر نه غوښتل شوي وو، چې سويسي چارواکو ته د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د دوسيې پرانستلو لپاره د جولای ۲۵مه چې نن ورځ ده ټاکلې وه.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي آصف سعيد کهوسه چې د دغې پرېکړې پر مهال يې د قضايي ډلې مشري کوله وويل چې محکمه دا حق لري چې پلټنې وکړي او په موضوع پوه شي.

ښاغلي کهوسه وويل عدالت به داسې پرېکړه ونه کړي چې ملي ګټو ته زيان ورسوی.

ده وويل سره له دې چې اصف علي زرداري ولسمشر دی، خو له قانون نه لوړ نه دی.

سترې محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې ۱۷۸مې مادې پر بنسټ يې له هېواد نه بهر د دوسيې د بيا پرانستو لارښوونه کړې ده.

خو د حکومت دريځ دا دی چې د اساسي قانون ۲۴۸مې مادې پر بنسټ د ولسمشر پر ضد تر هغه د هېواد په دننه او بهر دوسيه نه شي پرانستل کېدای چې تر هغه په واک کې وي.

د سترې محکمې او ملکي حکومت ترمنځ دغو ناندريو د پاکستان پخوانی لومړی وزير يوسف رضا ګېلاني اړ کړ چې له واکه ګوښه شي.

سترې محکمې ښاغلي ګيلاني ته ويلي چې یا به د ولسمشر پر ضد دوسيه پرانيزي او يا به له واکه ګوښه کېدو ته اړ کېږي.

پخوانی لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني کابو دوه مياشتې وړاندې له همدې امله له واکه ګوښه کړای شو، چې اوس یې ځای ناستی راجا پرویز اشرف دی.

ورته مطالب