د سوريې په دويم لوی ښار جنګي الوتکو بمباري کړې

Image caption د حکومت مخالفې سرچينې وايي د سې شنبې په ورځ د نښتو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسه وژل شوي.

د سوريې له دويم ستر ښار نه راپورونه وايي حکومتي جنګي الوتکو د حلب په مرکزي او ختيځو برخو کې د ياغيانو مرکزونه په نښه کړې دي.

دغلته د بي بي سي خبريال وايي دا لومړی ځل دی چې حکومت په حلب کې له جنګي الوتکو کار اخلي او دا په ښار کې د روانې جګړې په تړاو يو بل مهم قدم دی.

تر دې وړاندې د پوځي عملياتو پر مهال د جنګي څرخکو راپورونه ورکړل شوي وو.

د حکومت مخالفې سرچينې وايي د سې شنبې په ماښام د ښار په بېلا بېلو سيمو کې د نښتو او پوځي عملياتو په پايله کې لږ تر لږه ۳۳ کسه وژل شوې دي.

دوی وايي په وژل شويو کې هغه ۹ کسه هم شامل دي چې د حلب په زندان کې د پاڅون پر مهال ويشتل شوي دي.

د مصر حکومتي تلويزيون وايي حکومتي ځواکونو د پلازمېنې دمشق پر هغو سيمو بېرته ولکه ټينګه کړې چې تېره اوونۍ یاغیانو لاندې کړې وې.

حکومتي تلويزيون په دمشق کې د هغو وژل شويو کسانو وېډيو هم خپره کړې چې دوی یې ترهګر بولي.

په وېډيو کې حکومتي سرتيري ښوول کېږي چې کور په کور د ياغی جګیاليو د موندلو په لټه تلاشی کوي.

دغه تازه نښتې پر داسې مهال کېږی چې د نړېوالې ټولنې له لوري د سوري حکومت له خوا د کېمياوي وسلو د کارولو په تړاو اندېښنې راټوکېدلې دي.

د دوشنبې په ماښام د سوريې حکومت وويل کېمياوي وسلې به د هېواد دننه د خپلو خلکو پر ضد ونه کاروي، خو د بهرني بريد پر وړاندې به يې وکاروي.

پر همدې ورځ د عربي ټولنې یا عرب ليګ د سوريې له ولسمشر نه وغوښتل چې څومره ژر ممکنه وي واک پرېږدي.

بل خوا د امريکا ولسمشر براک اوباما سوري چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که کېمياوي وسلې وکاروي، نو حساب کتاب به ورسره وشي.

ورته مطالب