تر نارینه وو ښځې ډېرې په اېډز اخته کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption په پرمختللو هېوادونو کې د اېډز وایروس ډېر دی

واشنګټن کې د ایډز په اړه د ۱۹ نړیوال کنفرانس کارپوهانو ویلي چې د نارینه وو په پرتله په نړۍ کې ښځې ډېرې په اېډز اخته کېږي.

په دې کنفرانس کې چې د ۲۰ هېوادون شاوخوا ۱۹۰ غړو ګډون کړی و، ویل شوي چې تر ډېره له ۱۵ تر ۲۴ کلنۍ پورې ښځې په اېډز ډېرې اخته کېږي.

ملګري ملتونه وايي، چې په تېر ۲۰۱۱ کال کې په اېډز د اخته ښځو شمېر یو اعشاریه دوه میلیون ته رسېدلی و، چې ډېره برخه یې په پرمختللو هېوادونو کې وې.

دغه سازمان وايي، د اېډز په وایروس د میندوارو ښځو په مرینه کې هم د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

بل خوا، د سان فرانسیسکو کلیفورنیا پوهنتون د طب استاده دیان فلیر ویلي چې: "په داسې حال کې د اېډز د ختمولو په اړه خبرې نه شو کولی چې تر ډېره یې فشار پر ښحو دی."

د اېډز مبارزه کې پرمختګبله غاړه، د یونیسف مرستیاله مدیره ګیتا راو ګوپتا وایي چې "د وروستیو کلونو پرمهال له اېډز سره په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو لاهم په اېډز د اخته کسانو شمېر ډېر دی، په تېره بیا نوي بالغ کسان ډېر پرې اخته کېږي، په ځانګړې توګه نجونې."

په نړۍ کې په اېډز د ۲.۲ میلیون اخته کسانو له ډلې په تېر ۲۰۱۱ کال کې یې ۱.۳ میلیون ښځې وې.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تورپوستې ښځې تر ډېره وروسته تر هغه چې له خپل تور پوټکي لرونکي نارینه ملګري سره یوځای شي، په اېډز اخته کېږي.

ورته مطالب