ایران وايي په نشه يي توکو بار پاکستانۍ بېړۍ یې نیولې

Image caption دوی وايي چې بېړۍ د پاکستان ګوادر کې ډکه شوې، او هڅه شوې، چې نشه يي توکي په کې د ایران خاورې ته یووړ شي.

د ایران د سرحدونو مرستیال مشر ویلي چې خپلې پولې ته څېرمه یې د پاکستان یوه کب نیوونکې بېړۍ نیولې ده، چې په وینا یې شاوخوا دوه ټنه نشه يي توکي په کې بار وو.

د سرحدونو مرستیال مشر حبیب الله مردانپور اسنا خبري اژانس ته ویلي دا بېړۍ یې ساتونکو د ګزمې پرمهال د تېرې جمعې پر ورځ نیولې ده.

مردانپور زیاتوي چې په بېړۍ کې نشه يي توکي په ډېر مهارت ځای پرځای کړل شوي، چې په وینا یې په تور یې تر اوسه اته کسان نیول شوي.

نوموړی وايي چې په نیول شوو کې اووه کسان پاکستانیان دي، خو یو بل بیا ایرانی دی.

دغه کب نیوونکې بېړۍ د ایران په هرمزګان کې نیول شوې، چې په وینا یې تر لومړنیو پلټنو وروسته جوته شوې، چې بېړۍ د پاکستاني مېشتي قاچاق وړونکي محمد ده.

دوی وايي چې بېړۍ د پاکستان ګوادر کې ډکه شوې، او هڅه شوې، چې نشه يي توکي په کې د ایران خاورې ته یووړ شي.

ایران ادعا کوي چې قاچاق وړونکو غوښتل چې نشه يي توکو بندر عباس او میناب ته ورسوي.

ورته مطالب