سوري پوځ حلب کې ځوابي برید پیل کړی

حلب د انځور حقوق AFP
Image caption له حلب ښار نه وروستي راپورونه وايي په ګڼ شمېر کې دولتي ځواکونه او ټانکونه د حلب ښار په شاوخوا کې ځای پرځای شوي

د سوريې له دويم لوی ښار حلب نه راپورونه وايي حکومتي ځواکونو د ياغيانو پر مرکزونو هوايي بمبار پيل کړی دی.

حکومتي ځواکونه چې د ټانکونو او توپچي څرخکو ملاتړ ورسره دی له تېرو دوو ورځو راهيسې ښار کلا بند کړی او راپورونه وايي چې اوس د صلاح الدين او حمدانيه پر لوري پرمختګ کوي.

دغلته د بي بي سي يو خبريال وايي دا لا روښانه نه ده چې دغه بريد د حکومت د هغه يرغل پيل دی چې د ياغيانو پر وړاندې يې اعلان کړی که څنګه.

بل خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له سوریې نه په هر ډول شرايطو کې د کېمياوي وسلو د نه کارولو په تړاو د یوې روښانې ژمنې ورکولو کولو غوښتنه کړې ده.

پر سوریې دپلوماتیک فشار په زیاتېدو دی چې د حلب په ښار کې د یاغیانو پرضد له عملیاتو لاس په سر شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ په دغه ښار کې د یوه احتمالي ټول وژنې خبرداری ورکړی او وايي هیڅ هیواد باید غلی پاتي نه شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوریې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې خپل عملیات بند کړي:

''موږ باید په سوریې کې د تاوتریخوالي د درولو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړو. لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ هم وویل زه په جدي توګه د حلب په ښار کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښمن یم. زه د سوریې له حکومت نه غوښتنه کوم چې خپل عملیات بند کړي. د ملکي خلکو په خاطر دواړه خواووی باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.''

دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له سوریې نه غوښتنه وکړه چې کیمیاوي وسلې ونه کاروي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د سوریې یوه جګپوړي دولتي چارواکي ویلي که د بهرنیو ځواکونو له خوا پر سوریې برید ونه شي نو دوی به کیمیاوي وسلې ونه کاروي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوریې له حکومت نه د یوې داسې ژمنې غوښتنه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې به کیمیاوي وسلې نه کاروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې ناوي پیلي هم په حلب ښار کې نښتو اندېښمنه کړې او له دواړو خواوو نه یې غوښتنه کړې چې ملکي خلکو ته پام وکړي.

په همدې حال کې پر انټرنېټ خپاره شوي ویډیوګانې چې په په خپلواکه توګه یې رښتنیولي نه ده تایید شوې، په ګڼ شمېر کې خلک ښيي چې په حلب ښار کې د حکومت پرضد مظاهره کوي.

له حلب ښار نه وروستي راپورونه وايي په ګڼ شمېر کې دولتي ځواکونه او ټانکونه د حلب ښار په شاوخوا کې ځای پرځای شوي او د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې سخته بمباري هم شوې ده.

ورته مطالب