په حلب کې د خونړۍ جگړې پر پېښيدو انديښنه

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې ځواکونو په حلب کې د ياغيانو پر ضد ځمکنيو او هوايي گوزارونو ته دوام ورکړى

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي ټولنې ځانگړي استازي کوفي عنان د سوريې په دويم لوى ښار حلب کې د درنو بمباريو له رپوټونو وروسته، دغلته د يوې خونړۍ جگړې پر رامنځ ته کېدو اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي عنان وويل ددې اړتيا ده چې نړيواله ټولنه په بېړني ډول سوري حکومت او مخالفان دواړه وهڅوي چې د يوه سياسي انتقال لپار گډ کار وکړي.

تردې وړاندې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف حلب کې د ېوې غميزې د رامنځ ته کېدو خبردارى ورکړى وو او دا يې هم ويلي وو چې دا به ريښتونې نه وي چې د سوري حکومت نه دې دا غوښتنه وشي چې د وسله وال اپوزسيون شتون ومني.

دغه انديښې داسې مهال ښودل کېږي چې د سوريې حکومتي ځواکونو د حلب په ځينو برخو کې د ياغيانو پر ضد ځمکنيو او هوايي گوزارونو ته دوام ورکړى.

د بي بي سي خبريال اين پنيل چې په حلب کې دى، وايي ښار د سختو جگړو شاهد دى چې په لړ کې يې يو شمېر ياغيان وژل شوي هم دي.

د مخالفه فعالانو د سيمه ييزې کميټې په وينا حکومتي ځواکونو حلب ښارکې د ياغيانو پرضد خپل لوى عمليات پيل کړي دي.

ټانکونه د حلب ښار تر ټولې ناکرارې سيمې صلاح الدين پر لوري پرمختگ کوي ، چيرې چې ښکاري له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي .

د رپوټونو تر مخه د ټانکونو او توپ لرونکو چورلکو له درنو گوزارونو وروسته، حکومتي ځواکونه د حلب ښار جنوب ختيځې سيمې ته هم ننوتي دي.

ياغيانو ادعا کړې چې د حکومتي ځواکونو بريد يې درولى او د هغوى ټانکونه يې تخريب کړي دي، خو په خپلواکه توگه ددې ادعا پخلى نه دى شوى.

يوه حکومتي چارواکي د فرانسپريس خبرې ايجنسۍ ته ويلي چې ياغيان تنگو کوڅو کې ځاى په ځاى شوي چې جگړه به ورسره سخته وي.

ټولوژنه

لوېديځو هېوادونو ښار کې د ټولوژنې خبردارى ورکړى.

د وژنې له وېرې، د کورنيو ډک گاډي له سوريې نه په وتلو کې دي.

دواړه لوري پر حلب د خپلې ولکې د ساتلو هوډ ښيي ، خو جنگي ځواک د ولسمشر اسد له سړو سره دى چې د حلب د نيولو لپاره به ترې کار واخلي .

د سوريې لپاره د بشري چارو څارونکي ويلي دي چې تيره ورځ حلب کې نژدې ديرش کسان وژل شوي دي .

بلي خواته د سوريې حکومتي ټلويزيون ددې هيواد د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم السحر په دريشي کې ښودلى چې ښى لاس يې په پلستر تړلى وو .

وړاندې داسې گڼل کيده چې گنې دى د جولاى په ۱۸مه د ملي امنيت پر مرکز په بريد کې يا سخت ژوبل شوي او ياهم وژل شوى دى.

ښاغلي سحر يوه خبريال ته وويل چې د ريزرف ځواکونو په ټولولو سره د هغو په وړاندې بايد خپلې هڅې لس برابره ډير کړو چې د هيواد امنيت له گواښ سره مخامخ کوي.

ورته مطالب