ګاډی امریکایان سپورت ته هڅوي

د انځور حقوق
Image caption بس د لندن اولمپیک لوبو کې د چک جمهوریت ته ځانګړي شوی ځای کې اېښودل شوی.

یوه امریکايي هنرمند د لندن د مشهور بس په بڼه د اولمپیک ۲۰۱۲ لوبو په ویاړ یو دوه پوړیزه بس جوړ کړی، چې موخه یې سپورت ته د چاغو امریکایانو هڅول ښودل شوي.

دغه بس ته "د لندن ملاتړ" نوم ورکړل شوی دی.

بس د لندن اولمپیک لوبو کې د چک جمهوریت ته ځانګړي شوی ځای کې اېښودل شوی.

دغه ۶.۵ ټنه وزن لرونکی لوی بس د هایدرولیکي لاسونو په مټ کار کوي، او فشاري کار کوي او هر ساعت ۹۰ کیلو واټه برېښنا غواړي.

د بس جوړوونکی تمه ښيي چې دا کار به یې پر چاغو امریکایانو اغېز وکړي چې په وینا یې "په حقیقت کې دا د هر امریکايي لپاره پند دی، او دا چې د خپل بدن د ښکلا او نارمل وزن ساتلو لپاره سپورت وکړي."

ورته مطالب