ولسمشر والي ته پیشو ډالۍ کړه

پوتین له سپي سره
Image caption ډالۍ شوی سپی له پیشو یوڅه کوچنی دی.

د جاپان اکیتا ولایت والي روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو کوچنی سپی ډالۍ کړی، چې په مقابل کې پوتین هغه ته یوه سایبریایۍ خو لږ غټه پیشو ډالۍ کړې ده.

پاپي یا سپی د جاپانیانو په اند یو ملي سمبول دی.

جاپاني والي ځکه پوتین ته سپی ډالۍ کړ، چې د تېر کال جاپان څونامي له اغېزمنو شوو خلکو سره یې ډېره روسي مرسته شوې ده.

د ډالۍ شوي سپي نوم "یومي "ښودل شوی چې په جاپانۍ ژبې "هیلې" ته وايي او د "اکیتا- اینو" له کورنۍ څخه دی.

د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر کویتیرو ګومبا سره سوچي ښار کې د خبرو پرمهال پوتین د ډالۍ شوي سپي له کبله له والي مننه وکړه.

روسي ولسمشر والي ته په غیابي پیغام کې وویل: "د رسمي لیدو کتو له چوکاټ بهر له تاسې غواړم چې زما نېکې هیلې ومنئ، او د اکیتا والي ته د ډالۍ له کبله زما د مننې پیغام ورسوﺉ."

پوتین دا هم ویلي چې "پوهېږم والي له پیشوګانو سره مینه لري؛ همدا ده چې هغه ته د پیشو د ډالۍ کولو نیت لرم، خو پیشو به د هغه له ډالۍ شوي سپي لږ څه لویه وي."

ورته مطالب