د ډيزلو نشتوالي پاکستاني اورګاډي دروي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لاهور تر څنګ د هېواد په نورو ښارونو کې هم د ډیزلو د کمښت له امله د اورګاډو سفر متاثره شوی.

په پاکستان کې د اور ګاډو اداره وايي د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي او د ډیزل د نشتوالي له کبله مجبوره دي دغه ګاډي په ټپه ودروي.

سرچینې وايي که د ډیزلو د برابرولو غم ونه شي نو د اور ګاډو د سترو دفترونو تر څنګ به په روغتونونو هم د پرچاو پر وخت ډیزلي برېښنا نه شي تولېدېدی.

د ډیزلو د نشتوالي له کبله د لاهور نه یوازې شالېمار اېکسپرېس نومی اور ګاډی دا مهال فعاله دی خو د ډیزلو د کمښت له کبله ۱۸ نور سفر نه شي کولی او پر ځای ولاړ دي.

د لاهور تر څنګ د هېواد په نورو ښارونو کې هم د ډیزلو د کمښت له امله د اورګاډو سفر متاثره شوی، چې ورسره مساپر له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان د اورګاډي مرکزي وزیر غلام بلور بي بي سي سره په مرکه کې د اورګاډي د مالي کړکېچ ټوله پړه د پوځ لوجیسټکي څانګې یا اېن اېل سې () واچوله.

نوموړی زیاتوي چې وړاندې به ۶۸ فیصده توکي اورګاډي وړل خو اوس دغه کچه ۲۸ فیصده ته ټېټه شوې.

غلام بلور وويل که ولسمشر اصف علي زرداري دوه کاله وړاندې ګام نه وی اخیستی نو د اور دغه اداره به یو کال وړاندې له کاره لوېدلې وای.

د یوې پوښتنې په ځواب کې مرکزي وزېر وويل عدالت او د ملي احتساب اداره ېا نېب ته په کار ده چې د هغه پوځي چارواکو پر ضد ګام پورته کړي چې د اورګاډو ادارې ته يې تاوان رسولی.

هغه زیاتوي: دعدالت یا ملي احتساب ادارې دې د پخواني جنرال جاوېد اشرف قاضي په وخت کې د چین نه د پېرل شوو ۵۹ اور ګاډو د ماشین الاتو د مسالې پلټنې وکړي.

مرکزي وزیر غلام بلور تور ولګاوه چې د دفاع وزارت د اورګاډي اداره پوړه وړې ده، او په ېو شمېر ښارونو کې د اورګاډي ځمکه له پوځ سره ده.

په پاکستان کې د حسابي چارو مسوول د راپور له مخې د اورګاډي په اداره کې شاوخوا ۸ میلیارده روپو درغلي شوې.

کارپوهان وايي پاکستان او هند چې د برتانیا نه ورته په یوه ورځ کې ازادي ورکړل شوې، د اورګاډو ادارو ور ته هم یو رنګ پاتې شوې وې، خو وروسته پاکستاني مشرانو اورګاډي ته هېڅ پام ونه کړ، چې له کبله يې دغه اداره وروسته پاتې شوه خو په ګاونډي هند کې دې اداره زیات پرمختګ وکړ.

ورته مطالب