د سوريې د بشري وضعې په اړه د م م اندېښنه

Image caption له سوريې نه ډېر کډوال گاوندي هېواد اردن ته اوښتي چې شمېر يې ټول ټال ۱۵۰۰۰۰کسانو ته رسيږي.

د سوريې د شمالي ښار حلب له بېلا بېلو برخو نه د درنو نښتو او درنو ډزو خبر ورکړ شوى دى.

دغلته حکومتي ځواکونه د هغو اورپکو د پاڅولو لپاره په جگړه بوخت دي چې د حلب څو سيمې يې په ولکه کې دي.

په همدې ترڅ کې د ملگرو ملتونو د بشري څانگې د رپوټ له مخې له حلب نه شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ تنه تښتېدلي دي.

په حلب ښار کې د بشري وضعې په تړاو د ملگرو ملتونو اندېښنه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې له دغه ښاره د سختو نښتو رپوټونه را رسيږي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څانکې مشره، ويلري آموس وايي اوس چې جگړه روانه ده ډېرى وگړي له خپلو کورونو وتلي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري:

" زه ځکه دومره اندېښمنه يم چې د سوريې سرې مياشتې را ته وويل چې د جگړې له امله اړه شوې خپل کارونه وځنډوي. سره مياشت او نړيوال سور صليب دوه هغه ټولنې دي چې موږ په حالاتو خبروي. په تېر مارچ کې د حمص د بابا امر د سيمې حالت ما په خپلو سترگو وليد او فکر کوم چې په حلب کې به هم هماغه حالت روان وي. خواړه به په ختمېدو وي، هټۍ به تړلې وي او خلک به په تاوتريخوالي کې گېر پاتې وي. هغه وگړي يې چې وړتيا لري له پولې گاونډيو هېوادونو ته اوړي، ځينې نور بيا د دغه هېواد نورو برخو ته ځي خو د حالاتو هغه انځور چې پر تلوېزيون وينو نو نه يوازې په حلب بلکې په نورو ځايونو کې هم خلکو ته د ورتگ لپاره خوندي ځايونه پاتې نه شي."

له سوريې نه ډېر کډوال گاوندي هېواد اردن ته اوښتي چې شمېر يې ټول ټال ۱۵۰۰۰۰کسانو ته رسيږي.

د اردن د چارواکو په وينا هره ورځ شا وخوا ١٥٠٠ سوريايي کډوال د ځان خوندي کولو لپاره پر پولې دغه هېواد ته اوړي..

له کډوالو سره د مرستې په برخه کې د اردن له دولت سره شته امکانات محدود دي خو ملگرو ملتونو دغو وگړو لپاره د پنډغالي پر جوړولو کار پيل کړی چې لومړنى هغه يې اوس پرانیستل شوى دی.

خو دغه پنډغالى چې په کې ۱۰۰۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې په بيديا کې جوړ شوى، برېښنا نه لري او د اوبو رسونې چاره ورته گرانه ده.

د دغو ستونزو ترڅنگ په خيمو کې کډوالو لپاره ژوند د خورا گرمې هوا له امله لا ستونزمن شوى.

په همدې ترڅ کې د سوريې پر دولتي تلوېزيون خپاره شوي رپوټونه وايي چې پوځ د حلب ښار په سوېل لوېدیځ کې د صلاح الدین د سیمې بشپړه ولکه تر لاسه کړې.

دا سیمه له هغو مهمو ځایونو نه یوه ده چې یاغیانو په کې مورچې جوړي کړي دي. حکومت مخالف فعالین پر سیمې د سختو توغندیزو ګوزارونو رپوټونه مني خو دا ردوي چې ګواکې حکومتي ځواکونو دې سیمه په بشپړه توګه لاندې کړې وي.

د ښار له شمال ختیځ نه هم د حکومت د بریدونو رپوټونه را رسېدلي دي.

د سوريې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم چې په ایرانۍ پلازمېنه تهران کې يې د د هېواد له چاروکاو سره ولیدل وویل یاغیان به په حلب کې هم د دمشق په څېر له ورته ماتې سره مخامخ شي.

د حلب د ښار ساتنه د بشرالاسد د واکمنۍ د پاېښت لپاره مهمه ده. که دا سیمه له لاسه ورکړي له هغو دوو ستنو نه به یوه ونړيږي چې د سوريې نظام پرې ولاړ دی.

ورته مطالب